کراچۍ 15 نومبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د صحت په څانګه كښې سندھ نن هم تر ټولو وړاندې روان دے او پاکستان پيپلز پارټي دا منشور لري چې د صحت سهولت اولس ته په چوكاټ دننه ورسولے شي٬ په ډاٶ يونيورسټي آف هيلتھ سائنسز اوجھا کېمپس كښې د نهې په ورځ د ځيګر د 75 كاميابې پېوندكارۍ بشپړېدو٬ د كېنسر سنټر د بنياد تيګه اېښودو او د او پي ډي د څلورم نوې بلاكس پرانستې دستورې ته وېنا او ميديا سره په خبرو كښې بلاول بهټو زرداري ووئيل د ځيګر علاج لپاره به د دې نه وړاندې د هېواد نه بهر خلق تلل خو اوس دا خبره د خوشحالۍ ده چې ګمبټ انسټيټيوټ آف ميډيکل سائنسز غوندې ادارې د ځيګر د ټرانسپلانټيشن او د پختورګي د رنځورانو دارو درملو ويړيا سهولتونه وركوي ٬ ډاٶ يونيورسټي آف هيلتھ سائنسز كښې د ځيګر د پېوندكارۍ په مجموعي توګه تر اوسه د 81 كېسونو په اړه د انتظاميه او طبي عملې ستائنه كولو سره خارجه وزير ووئيل د سندھ وزيراعلي ماته ووئيل په نوي جوړ كړي سنټر كښې هر كال د سلو رنځورانو درملنې خرڅ به صوبائي حكومت برداشت كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د روسيه او يوكرائن جنګ معاشي اثرات سره مونږ مخ يو او دې سره سره د سېلاب تباهۍ سره هم مخ يو او سېلاب ځپلے اوس هم د مرستې په طمع دے او هم دغه زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل د بده مرغه مونږ د خپل نظام پام لرنه سېلاب ته ونه ګرځولې شوه او په سړكونو سياسي تماشې لګېدلي چې مجبوراً ئې ځواب وركوٶ۔ ده ووئيل ګرده نړۍ دا پرېكړه كوي چې د جنګونو او ډزو په ځاے به الېكشن كښې برخه اخلي او په پارلمان كښې دې خبره وكړې شي۔ ده ووئيل دا مهال زمونږ نظام نه چلېږي او تر څو چې زمونږ ادارو ته ترجيح نه وي وركړې شوې اولس به ستونزو سره مخ وي او زمونږ د ناكامو بوجھ به اولس له پورته كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ ھڅه كوٶ چې د صحت سهولت اولس ته په چوكاټ دننه ورسولے شي ٬ په دې لړ كښې په هره ضلع كښې يو سهولت آېن آئي سي اېچ موجود دے٬ د كراچۍ په اېن آئي سي اېچ كښې د كوچنيانو وړيا درملنه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زمونږ د ټولو پام لرنه خپل هېواد ته پكار ده ٬ كه زمونږ تعلق د كوم هم ګوند يا ادارې سره وي۔ ده ووئيل د يوې تعيناتۍ په اړه هر خوا غېر ضروري سيات كېږي، اتحاديانو او اپوزيشن له دا مسئله متنازعه كول پكار نه ده ۔ زه دا ګڼم چې د آئين او قانون له مخې چې دا څنګه چلېږي ھغسې پرېكړه پكار ده۔۔ په دې موقع د سندھ وزيراعلي سيد مراد علي شاه، د كابينې غړي٬ د اسمبلۍ غړي او د پارټۍ مشران هم موجود وو۔