اسلام آباد03 ستمبر(اے پی پی)د امريكې سفارت د لوړو زده كړو كمېشن سره په اشتراك 700 پاكستانو مېرمنو له تر ګريجوېټ تعليم لپاره د وظيفې وركولو اعلان كړے۔دا وظيفې به سږ كال پېل وركولې شي او تر 2023 به دوام لري۔صلاحيت لرونكو مېرمنو له به د كركيلې٬كاروبار٬انجينئرنګ٬طب او معاشرتي علوم كښې د تعليم ترلاسه كولو په خاطر دا وظېفې وركولې شي۔امريكې د 2003 نه تراوسه په ټول پاكستان كښې په مالي توكه پسمانده خو د تعليم په مېدان كښې كاميابو 5300 زده كوونكو له د اهليت په بنياد دا وظيفې وركړي۔د امريكې د نړيوال پرمختګ اداره په مېرټ او نيډ بيسډ اسكالرشپ پروګرام ترمخه د اېچ اي سي په مرسته تعليمي مېدان كښې د زيركو زده كونو اعانت كوي