افغانستان كښې وسيع البنياد حکومت جوړېدل ضروري دي۔ سفير اسد مجيد خان

image

اسلام آباد/واشنګټن 02 ستمبر (اے پي پي) پاکستان به په منطقه كښې امن او سلامتيا لپاره د يو ذمه وار شراكتدار په توګه خپل كردار لوبوي۔ دا خبره په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان په واشنګټن پوسټ كښې خپل خپور شوي بيان كښې كړې۔ ده د امريكې خارجه وزير د افغانستان جنګ پحقله د ريماركس حواله وركولو سره ووئيل د امريکې خارجه وزير وئيلي ديافغانستان نه د امريكائي عسكرو وتل٬ امن ترلاسه كولو لپاره د نوي سفارتي مشن پېل دے ۔ ده ووئيل پاکستان او امريكا په افغانستان كښې يو ډول مفادات لري٬ افغانستان كښې وسيع البنياد حکومت جوړېدل ضروري دي چې ترې د افغانستان د لساني او فرقه ايز تنوع عكاسي كېږي او چرته جې د بشري حقونو د پرمختګ او د مېرمنو تعليم ته د رسنې په لړ كښې د هېواد د مفادات تحفظ شوے وي۔ ده ووئيل د ټولو نه مهمه خبره دا ده پاكستان او امريكا افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پټنځاے جوړېدل نه غواړي،د افغانستان نه علاوه كوم هم هېواد د پاكستان نه زيات د افغانستان په امن كښې خوښي نه لري۔ اسد مجيد خان ووئيل د پرمختګ كونكي هېواد په توګه مونږ د 30 لكه نه د زياتو كډوالو كوربتوب كوٶ۔ ده ووئيل افغانستان كښې د تېرو 40 كالو راهسې د روانې كورنۍ جګړې په نتيجه كښې پاكستان د 80 زره قېمتي ځانونو زيان او د هېواد معيشت ته د 150اربه ډالرو نه د زيات زيان برداشت كړے۔ ده ووئيل مونږ نورو كډوالو ته د پناه وركولو متحمل كېدے نشو ۔ ده ووئيل دا خبره زياته مهمه ده چې مونږ په دې لړ كښې زيات پرېشان يو چې يو غېر مستحكم افغانستان د القاعدہ او د داعش نه واخلې د تحريک طالبان پاکستان او د بلوڅوجنګيالو پشمول د ترهه ګرو ډلو لپاره محفوظه پناهګاه جوړېدې شي۔ ده ووئيل تېره اوونۍ كښې د كابل په هوائي مېدان د امريكې په امنيتي ځواكونو او به افغان اولس د ترهګرو برېد د ھغه ترهګرو لخوا د رامخې ته كېدونكو خطرو يوه څيره ده۔ ده ووئيل د جو بائيډن اپرېل كښې د ټولو عسكرو ستنولو اعلان نه پس پاكستان په افغانستان كښې د جامع امن لوظنامې لپاره نړيوالې ورورولۍ څخه د نړيوالې سفارتكارۍ په ضرورت زور رواړے ٶ٬ مونږ خبردارے وركړے ٶ چې په افغانستان كښې د امن په ترلاسه كولو كښې ناكامي په منطقه كښې د عدم استحكام له امله د كورني جنګ سبب جوړېدې شي۔ ده ووئيل مونږ په دې لړ كښې هيله مند يو چې په افغانستان كښې وسيع البنياد حکومت كښې به سرمايه کاري د ترهګرۍ په ضد د نړيوالې ورورولۍ غوره سرمايه كاري ثابت شي او پاکستان به په منطقه كښې امن او سلامتيا لپاره د يو ذمه وار شراكتدار په توګه خپل كردار لوبوي

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں