اسلام آباد03 ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصرد جمعې په ورځ د بلوچستان نېشنل پارټي مشر اختر مينګل سره ټېليفوني تماس نيولے او هغه سره يې د پلار په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔سپيكر اسد قيصر د سردار اختر مينګل سره په خپلو خبرو كښې ووئيل دعطاﺀ الله مينګل په مړينه دړدېدلې يو٬هغه يو اصول پسند سياسي لارښود ؤ ٬د هغه ژوند د اصولو په سياست اډاڼه ؤ۔ده ووئيل د سردار عطاﺀ الله مينګل سياسي او سماجي خذمات به تل ياد ساتلے شي۔ده ووئيل د بلوچستان اولس د يو مخلص لارښود څخه محروم شوے ۔مونږ د سردار عطاﺀ الله مينګل په مړينه د هغه د كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔ ده دعا وكړهلوي څښتن دې هغه له لوړې درجې وركړي۔