اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشي سره د پي آئي اے چیئرمېن ایئرمارشل ارشد ملك د شورو په ورځ خارجه وزارت كښې ليدلي دي۔ خارجه سيكرټري سهیل محمود هم په دې موقع موجود ؤ۔ د ملاقات په مهال د افغانستان څخه انخلاء عمل كښې د پاکستان د اړخه وركړې شوي معاونت په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه وزير ووئيل پاکستان د کابل څخه د بيلو هېوادونو سفارتی عملې، د نړيوالو ادارو اهلکارواود نړيوالې ميډيا نمائندګانوواويستلوله بشپړه مرسته كړې ، نن نړۍ د انخلاء په عمل كښې د پاکستان د متحرك ، فعاله او مثبت کردار ستائنه كوي ۔خارجه وزير په ناوړه حالاتو كښې د فلائټ آپریشن به روان ساتلو او غیر ملکیان د پي آئي اے د لاري كابل څخه په راوېستلو د پي آئي اے چیئرمېن له مباركي وركړه