د افغانانو پرمختګ او سوكالي غواړٶ٬ په افغانستان كښې د جامع سياسي تصفيې مرستيال يو۔ د ګډې خبري كنفرنس

image
APP74-010921 ISLAMABAD: September 01 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi warmly receiving Foreign Minister of the Netherlands Sigrid Kaag at Ministry of Foreign Affairs. APP

اسلام آباد 01ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د ھغه د نېدرلېنډ همڅنګ سګرډ کاګ وئيلي دي په افغانستان كښې د افغانانو پرمختګ او سوكالي غواړٶ٬ په افغانستان كښې د جامع سياسي تصفيېمرستيال يو٬ د افغانستان امن او استحکام سره د منطقې امن تړلے دے۔ د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې د پلاويو په كچه د خبرو اترو نه پس د ګډې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې شاه محمود قرېشي ووئيل دا د پنځلسو كالو دمې نه پس د هالېنډ د خارجه وزير د پاكستان دوره ده٬ په ټېلي فون څو ځله خبرې شوي ٬ نن مونږ په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په موجوده صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ ده ووئېل پاکستاننېدرلېنډ سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي او په اروپائي ائتلاف كښې پاكستان د نېدر لېنډ دوېم لوي تجارتي شراكتدار دے او يو شمېر ډچ کمپنۍ په پاکستان كښې په کاميابۍ سره كاروبار كوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د افغانستان د بدلېدونكې وضعې په تناظر كښې پاكستان او نېدرلېنډ پرله پسې په تماس كښې دي۔ ده ووئيل د اګست په اتلسمه نېټه د وزيراعظم عمران خان او نېدرلېنډ وزيراعظم مارك رټ ترمېنځهد افغانستان په صورتحال تفصيلي خبرې شوي او د دې نه علاوه زما د اروپائي ائتلاف غړو هېوادونو يو شمېر خارجه وزيرانو سره د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ده ووئيل نړيوالې ورورلۍ له د افغانستان معاونت دوامداره ساتلو ته اړتيا ده۔ د نيدرلينډز خارجهوزير د پاکستان لخوا د لكهونو په شمېر د افغان كډوالو د څلورو لسيزو راهسې د كوربتوب ستائنه كړې۔ ده ووئيل د جمعې په ورځ به د اروپائي ائتلاف د غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه كېږي چې پكښې به د افغانستان په صورتحال او په آئنده لائحه خبرې كېږي۔ ده ووئيل پاکستان نېدرلېنډ سره ښې معاشي اړيكې لري٬ د افغانانو د پرمختګ او سوكالۍ خواهش لرو او دې لپاره به كردار لوبو، په افغانستان كښې د جامع سياسي تصفيې پلوي يو او د افغانستان امن سره د منطقې امن تړلے دے

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں