اسلام آباد۔28 اګست(اے پی پی) د طالبانو وياند سهېل شاهين وئيلي دي افغانستان د 40 كاله جنګ جګړې نه وروسته يو نوي دور كښې داخل شوے دے٬ ورلډ بېنک او نورې نړيوالې ادارې دې د افغانستان بيا ودانۍ له فنډز ريليز كړي٬ مونږ به دغه فنډز د افغان اولس په خېر ښېګړه او د هېواد په پرمختګ مصرف كړؤ٬ افغانستان كښې حكومت جوړولو له ټولو ډلو سره مشاورت روان دے٬ غواړو چې داسې حكوت جوړ كړؤ كوم چې ټولو ته قبول وي٬ د حكومت جوړولو نه وروسته به كوم هېواد ته افغانستان كښې د بريد كولو اجازه نه وركوؤ٬ مونږ وړاندې هم افغانستان ترهګرو څخه پاك كړے ؤ اوس به هم د ترهګرو پټځايونه په ګوته كولو سره ختموؤ٬ په كابل ايئرپورټ بريد كښې د ككړو كسانو درګ لګولو سره به هغوي ته سخته سزا وركوؤ٬ د منطقې پرمختګ لپاره افغانستان كښې امن ضروري دے٬ د پاكستان په شمول د منطقې نور هېوادونه او نړيواله ورورولي دې افغانستان كښې امن لپاره زمونږ مرسته وكړي۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل د وزیراعظم عمران خان بيان خوشبينه او په ريښتيا اساس لري۔ هغه ووئيل په کابل ایئرپورټ د بريد ذمه واري د امريكائي عسكرو ده٬ په ايئرپورټ كنټرول د هغوي ؤ۔ سهېل شاهين ووئيل مونږ افغانستان كښې د اقتدار په سوله ايز ډول منتقل كولو خبرې كوؤ۔ پخواني صدر اشرف غني هر څه پرېښودل او په اربونو روپۍ هېواد څخه وړولو سره وتښتېدو چې ورسره هېواد كښې سېكورټي خلا رامخې ته شوه او د حالاتو نه ګټه پورته كولو سره بنديوان زندانونو څخه خوشې شول۔ ترهګر د هېواد امنيت خرابولو هڅه كوي بياهم تر 31 اګست د انخلا عمل بشپړه كېدو نه وروسته به صورتحال قابو كولو كښې آساني وي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې اول د يو عارضي حكومت قبضه وه اوس يو مضبوط حكومت جوړېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل امريكا سره زمونږ كوم کوآرډینېشن نشته٬ يوازې دوحه لوظنامه ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل داعش په كابل ائير پورټ د بريد ذمه واري قبوله كړې ٬ مونږ پېښه كښې د ككړو لټون كولو سره به هغوي ته سمه سزا وركوؤ۔ تركيه سره د لوظنامې په اړه سهېل شاهين ووئيل ترکیه زمونږ ورور هیواد دی٬ د نوي افغان حکومت له جوړیدو وروسته به مونږ د هوایي ډګر انتظام سنبالولو په شمول په بېلابېلو څانګو كښې له ترکیې سره لوظنامې لاسلیک کړو. هغه ووئیل افغانستان له یوې اوږدې جګړې وروسته د بیا رغونې په لور روان دے. نړیواله ټولنه او نور هیوادونه باید همکاري وکړي. هغه ووئيل مونږ به د افغان اولس خېر ښېګړې او د هېواد پرمختګ له ټول قدرتي وسائل كارؤ او سرمايه كارو ته به خپل هېواد كښې هركلے وايؤ