د صدر ډاكټر عارف علوي امير بخش بھټو سره غمرازي

image

کراچۍ۔29 اګست (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د اتوار په ورځ د امير بخش بھټو كورته لاړو او هغه سره ئې د هغه د پلار ممتاز علي بھټو په مړينه غمرازي وكړه۔ صدر مملكت ارواښاد لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ هغه د نومړي سياستدان ممتاز علي بهټو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره غمجنې كورنۍ سره خواخوږي وكړه۔ هغه دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں