کراچۍ۔28 اګست(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د ټېكسېشن نظام بايد عادلانه وي ، د وفاقي محتسب په څیر ادارو په اړه عامه پوهاوي ته اړتيا ده۔ د محتسب ادارې د اولس نمائنده دي۔ هغه اولس له سوچ كوي٬ كله چې د رياست كردار فلاحي وي نو اولس به د خېرات او زكوة په ډول ټېكس وركولو سره وياړ محسوسوي۔ هغه د خالي په ورځ د ټېكس نظام په اړه د پوهاوي سيمينار ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل په يو كال كښې ګرد هېواد څخه یوازې 100 شکایتونه د کار ځايې كښې د میرمنو ځورونې په اړه ترلاسه شوي او د دې بنيادي سبب د عامه پوهاوي نشتوالې دې۔ زه چې كله صدر جوړ شوم نو ماته دغه وخت د وفاقي محتسب ادارې كار په اړه پوهاوي وشوه۔ هغه ووئيل په وفاقي محتسب كښې د شكايت كولو نه خلق يرېږي حال دا دے چې د وفاقي محتسب اداره سركاري ادارو سره د اړوندو شكايتونو ازاله كوي۔ هغه ووئيل كه د وفاقي محتسب د ښه پرېكړو خبرونه خپور كړې شي نو دې سره به هم اولس د دې ادارې افاديت نه خبر شي۔ هغه ووئيل د ټېكس ادارو سره چې د خبرو كوم عمل پېل شوے دا يو په زړه پورے ګام دے۔ هغه ووئيل د وفاقي بجټ نه وړاندې يا وروسته چې كله تجارانو سره ملاقات كېږي نو هغوي وائي مونږ ټېكس وركول غواړؤ خو دا عمل دے آسان جوړ كړے شي۔ هغه ووئيل دا غوښتنه سمه ده چې كم ټېكسونه دې ولګولې شي خو دا سمه نه ده چې مونږ دا ووايؤ چې ټېكس دې ونه لګولې شي۔ د ټېكس نظام د اسلامي دور نه راروان دے۔ فلاحي ټېكس او زكوة دوه بېلو څانګې دي۔ د هندوستان د ټولو باچيانو په دور كښې د ټېكس نظام نافذ پاتے شوے۔ صدر ووئيل د ټېکس ټو جی ډی پی شرح 10 فيصده ده كومه چې ډېره زياته كمه ده او د دې بنيادي سبب د باور نشتوالې دې ولې چې رياست يا حكومت بدعنوانه وي نو باور نه پاتې كېږي۔ صدر ووئيل كه دا تاثر وي چې د ټېكس آمدن به رياست انصاف سره مصرف كوي نو خلك بيا ټېكس وركوي۔ هغه ووئيل مونږ په خپل دور كښې بچت كول خپل كړي۔ زه خپل خوراك كوم او كېمپ آفس كراچۍ كښې هم خپلې پېسې مصرف كوم۔ هغه ووئيل د مدينې رياست كاميابۍ بنيادي سبب دا ؤ چې حضرت عائشه (رض) سره د ورځې 5 لكه راغلې او د شپې ورسره د خوراك يو روټۍ وه۔ صدر ووئيل د درې كالو نه كوم فائل د يوې ورځې نه زيات زما په مېز نه پاتې كېږي ولې چې ماته په رارسېدلې فائلونو كافي كار شوے وي۔ هغه وئيل د وفاقي محتسب لخوا په 50 ورځو كښې د پرېكړې كولو اقدام مهم دے۔ هغه ووئيل څنګه چې مونږ په خېرات كولو فخر كوؤ دغسې كه د رياست كردار فلاحي وي نو مونږ به د ټېكس په ادا كولو وياړ كوؤ