د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاه د اروپائي ائتلاف د مرستې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 26 اګست(اے پی پی) د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئېلي دي د اروپائي ائتلاف ډرګ اډيكشن پريوينشن پروګرام او نېشنل كرائم ايجنسۍ مننه كوم چې هغوي د نشه اي توكو مخ نيوي لپاره تربيتي پروګرام راجوړ كړو٬د استاذانو د زده كونكو په ژوند كښې مهم كردار وي او دوي ته د نشه اي توكو په زيان خاص ليكچر وركول پكار دي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه تېره ورځ د اروپائي ائتلاف تر سيوري لاندې ځايې هوټل كښې راجوړ تربيتي وركشاپ ته د خطاب كولو په مهال وكړه۔ټريننګ كښې د نشه اي توكو غوښتنه ختمولو ويژن له مخې استاذانو ته د نشه اي توكو زيان په اړه خبرتيا تر زده كونكو رسولو لپاره تربيه وركړې شوه ۔وفاقي وزير ووئيل د نشې عادت او د نشه اي توكو زيان په اړه خبرتيا د استاذانو څخه بل څوك بهتر نشي وركولې او په دې خبره خوشحاله يو چې مېرمنې په لويه شمېره په دې تربيتي پروګرام كښې ګډون كوي ٬دې سره به د نسلونو تربيه وشي او مونږ خپل ځوان نسل د نشه اي توكو څخه محفوظ ساتلے شو۔وفاقي وزير ووئيل د نشه اي توكو په ضد جنګ يو جهاد دے او تاسو ټول كسان د قامي ذمه وارۍ له مخې خپل خوا او شا خلك هم خبر كړې

مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں