اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبیب وئيلي دي په ټوله نړۍ كښې مېشته سمندر پوري پاكستانيان به د كور ، زمكي اخستو كښې د ستونزو سره مخ وؤ ،د روشن اپنا ګھر سکیم ترمخه به دا ستونزي په آسانيو بدلې شي،وزیراعظم عمران خان بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیانو لپاره روشن اپنا ګھر سکیم پيل كړے ۔ د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د پاکستاني ډیجیټل پراسیس د لارې پاکستان كښې هاؤسنګ كښې سرمايه كارۍ كولو او د آسان فنانسنګ اساني وركړې شوي ،سټيټ بېنك د نیا پاکستان هاؤسنګ اتھارټي پشمول ټول سټيك هولډرز سره د مشاورت نه پس دا سکیم جوړ كړے۔ده ووئيل روشن اپنا ګھر سکیم كښې روشن ډیجیټل اکاؤنټ لرونكې سمندر پوري پاكستانيان سرمایه كاري كولې شي، روشن اپنا ګھر سکیم كښې د كور اخستونكي څه وخت هم خپل كور خرڅولے شي ،روشن اپنا ګھر سکیم لپاره د وړاندې څخه د منظور شوو منصوبو فهرست مرتب کړے شوے او وخت سره سره به دا منصوبې زياتېيږي