اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په پوهنتونونو زور رواړے چې ھغوي په هېواد كښې د معياري تعليم ودې لپاره آن لائن تعليم زيات كړي او تحقيق او جدت ته پام وكړي٬ د بدلېدونكې نړۍ چېلنجونو مخنيوي لپاره زده كوٶنكي چمتو كولو لپاره د پوهنتونونو وژن رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ايوان صدر كښې د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لېنګوېجز (نمل) اسلام آباد په اړه د بريفنګ اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ د نمل رېكټر مېجر جنرل (ر) محمد جعفر په هېواد كښې د تعليم ودې لپاره د پوهنتون په كردار پرېزنټېشن وركړو۔ ده ووئيل د پوهنتون په بېلا بېلو پروګرامونو كښې دوه زره زده كوٶنكي داخل دي او د 77 زرو نه زياتو زده كوٶنكو ګرېجوېشن كړے۔ ده ووئيل پوهنتون په مالي كال 21-2020 كښې د خاص كسانو پشمول زده كوٶنكو ته د 340 مېليونه روپو سكالرشپس وركړي۔ صدر ډاكټر عارف علوي په هېواد كښې د تعليم په پرمختګ كښې د پوهنتون د كردار ستائنه كولو سره په دې خبره زور رواړو چې د 21مې پېړۍ د چېلنجونو مخنيوي لپاره اعلٰې تعليمي ادارو له په فكري توګه د اعلٰې ګرېجوېټ پېدا كولو ضرورت دے۔ ده د پوهنتون مېنجمنټ ته ووئيل آئي ډي څانګه جوړه كړئ دغسې چې ځوانانو ته د روزګار پوهه وركړۍ شي او ھغوي د هېواد په معاشي پرمختګ كښې برخه واخلي۔په دې مهال صدرډاكټر عارف علوي په مختلف ژبو كښې د تحقيق او اشاعت په اړه د نمل پوهنتون د كاركردګۍ ستائنه وكړه