د پاكستان په ډاكټر عافيه صديقي د شوي بريد پلټنيو له امريكا كښې چارواكو ته باقاعده شكايت ٬ د خارجه دفت وياند

image

اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې پاكستان په ډاكټر عافيه صديقي زندان كښې د شوي بريد پلټنيو له امريكا كښې چارواكو ته باقاعده شكايت درج كړے دے۔ د خالي به ورځ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل مونږ اړوندو امريكائي چارواكو ته د دې معاملې د بشپره پلټنيو كولو او د ډاكټر عافيه صديقي حفاظت او خېر ښېګړې باوري كولو له باضابطه شكايت درج كړے دے۔ وياند ووئيل مونږ ته د تېرې جولائي مياشتې په 30 مه نېټه معلومه شوه چې په اېف اېم سی زندان كښې د ملګري بنديوان د لارې په ډاكټر عافيه صديقي بريد شوے دے۔ هغه ووئيل په واشنګټن كښې زمونږ سفارت او دې سره سره هيوسټس كښې زمونږ قونصل خانې په سمدستي توګه اړوند امريكائي چارواكو سره دا معامله پورته كړه۔ هغه ووئيل هيوسټس كښې د پاكستان قونصل جنرل د ډاكټر عافيه صديقي خيريت معلومولو له هغې سره ملاقات وكړو۔ دا خبره دې ياده وي چې ډاكټر عافيه صديقي د ټېكساس په فورټ ورتھ فېډرل ميډيكل سېنټر نومې امريكائي زندان كښې دا مهال 86 كلنه د زندان سزا تېروي

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں