كابل كښې د پاكستانې سفارت ټوله نړۍ ستائنه كوي۔ افغانستان كښې امن او استحكام لپاره زمونږ كردار تر ټولو زيات اهم دے۔ چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد۔21اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي كابل كښې د پاكستان سفارت د نړيوالې ميډيا په شمول ټول نړۍ ستائنه كوي۔ تر دې دمه نزدې څلور زره وېزې جاري كړې شوي دي۔ افغانستان كښې امن او استحكام لپاره زمونږ د ټولو كردار ډېر مهم دے۔ د افغانستان صورتحال حوالې سره ټولو نړيوالو او سيمه ايزو قوتونو سره زمونږ نزدې رابطه ده۔ د خالي په ورځ خپل ويډيو پېغام كښې د افغانستان په اړه خبرو كښې هغه ووئيل افغانستان كښې حكومت سازول د دغه ځائې د اولس كار دے۔ سوله ايز او مستحكم افغانستان لپاره زمونږ هڅې روانې دي۔ وفاقي وزير ووئيل كابل كښې د رامخې ته شوې وضعې د لاسه خبريال ٬ د نړيوالې ميډيا غړي ٬ آئي اېم اېف ٬ د نړ يوال بانك او د بېلو سفارتخانو عمله وتلو كښې ستونزو سره مخ وه۔ پاكستان انټرنېشنل ايئر لائن كابل څخه نزدې د 14 كسانو ويستلو كښې مرسته كړې۔ هغه ووئيل تر دې دمه پاكستاني سفارت نزدې 4 زره وېزې جاري كړې دي او نزدې 2 زره كسان ئې كابل څخه ويستلې دي۔

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں