په معاشي توګه يو شمېر چېنلګونو سره مخ يو٬ د هېواد معيشت بهترۍ لپاره ګڼ شمېر بنيادي بدلونونه او اصلاحات شوي

image

کوالا لمپور 05 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي مونږ په معاشي توګه يو شمېر چېلنجونو سره مخ يو٬ د هېواد د معيشت بهترۍ لپاره ګڼ شمېر بنيادي بدلونونه او اصلاحات شوي٬ د “معاشي سفارتكارۍ” پېل هم د دې سلسلې يوه كړۍ ده٬ نړيوالې ادارې د پاكستان معيشت كښې د بهترۍ او استحكام اشاره وركوي۔ دا خبرې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ په کوالالامپور كښې د پاكستان په هائي كمېشن كښې د “معاشي سفارتكارۍ په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د دستورې اهتمام کوالالمپور كښې د پاكستان هائي كمشنرې آمنه بلوچ كړې ٶ ٬ چې پكښې ماليزيا كښې د پاكستان مېشته كاروباري شخصياتو او د پاكستاني كميونټۍ ګڼ شمېر كسانو ګډون كولو۔ وزير خارجه ووئيل پاکستان دوه ډول طبقو سره مخ دے يوه ھغه چا چې هېواد لوټ كړې او مال دولت ئې په نورو هېوادونو كښې خوندې كړې او بله ھغه خواري كښه طبقه څوك چې په بهر هېوادونو كښې خواري كوي او زرمبادله پاكستان ته رالېږلي او د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې برخه اخلي۔ خارجه وزير ووئيل دا مهال د اتيا زره نه زيات پاكستانيان ماليزيا كښې مېشته دي او زه تاسو ته مباركي دركوم چې زمونږ زرمبادله تر ډېره حده زياته شوې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل ما ټولو سفيرانو ته امر كړې چې ھغوي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستايانو له هر ډول ممكنه آسانۍ وركولو لپاره اهتمام وكړي او د دوي مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي۔ خارجه وزير بزنس كميونټۍ ته د پاكستان حكومت لخوا د هر ډول ممكنه مرستي باور وركړو او په ماليزيا كښې د پاكستان د هائي كمشنرې آمنه بلوچ د كاركردګۍ ستائنه ئې وكړه۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں