اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د مظلومو کشميريانو اسويلو او سلګو نړيوال ضمير راويخ كړې ٬ هند د حق او رښتينې آواز نه شي غلې كولې٬ د هند كبر او غرور خاورې كېږي٬ د هر اړخ نه بشپړ ځواب وركړې كېږي۔ د نهې په ورځ خپل ټوئټ كښې دې ووئيل د مظلومو کشميريانو اسويلو او سلګو نړيوال ضمير راويخ كړې ٬ هند د حق او رښتينې آواز نه شي غلې كولې۔ دې ووئيل د مقبوضه جمو و کشمير د اولس جائز او قانوني حق غږ په اروپائي پارلمان كښې اورېدلې شوې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د هند كبر او غرور خاورې كېږي٬ د هر اړخ نه بشپړ ځواب وركړې كېږي۔ د اروپائي پارلمان د مقبوضه كشمير صورتحال اندېښمن ګرځولو سره په سمدستي توګه د كرفيو پورته كولو غوښتنه كړې ده۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ھغه ورځ لرې نه ده چې په جنت نظير سيمه كښې به د آزاد لمر څيره اووهي