د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په مشرۍ كښې د حکومتی او اپوزیشن لارښودو غونډه،

image
APP19-13 ISLAMABAD: May 13 – Speaker National Assembly, Asad Qaiser presiding over the meeting of parliamentary leaders in National Assembly at Parliament House. APP

اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي د قامی اسمبلۍ موجودہ غونډه تر 24 مئی روانې ساتلو له پريكړه شوې’ د ایوا ماحول امناك او ښه ساتل د حکومت او اپوزیشن شريكه ذمه واري ده۔د ګل په ورځ د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په مشرۍ كښې د حکومتی او اپوزیشن لارښودو په پارلیمنټ هاؤس كښې غونډه اوشوه۔ په غونډه كښې د دفاع وزير پرویز خټك ‘ خارجه وزير شاہ محمود قریشی’ د مذهبی چارو وزير نور الحق قادری’ دوهم سپيكر قاسم خان سوری’ د قامی اسمبلۍ غړو سید خورشید شاہ’ راجه پرویز اشرف’ سید نوید قمر’ خواجه محمد آصف’ رانا تنویر حسېن’ احسن اقبال او محسن داوړ پشمول نورو غړو ګډون وكړو۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د قامی اسمبلۍ موجودہ غونډه به تر 24 مئی روانه ساتلې شي۔ سپیکر اسد قیصر ووئيل د ایوان ماحول ښه او امناك ساتل د حکومت او اپوزیشن شريكه ذمه واري ده۔ د كوټلې قانون سازۍ د لارې عوامی مسئلې حل كولې شي، د هېواد د مسئلو حل لپاره ایوان كښې نمائندګی لرونكو ګوندونو اتفاق ته اړتيا ده۔ سپیکر ووئيل دا مهال چې هېواد د كومو ستونزو سره مخ دے په هغې قابو موندلو له به ټولو سياسي قوتونو له کردار ترسره كول وي۔ ده ووئېل پارلمان قوي كول د جمهوریت قوي كولو او استحکام له ضروري دے۔ ده ووئيل د ایوان ماحول ښه ساتلو له بايد مونږ د يو بل د رايو احترام وكړو۔ سپیکر اسد قیصر ګډون كوونكو له د قانون سازۍ عمل او د ايوان کارروائی ښې ساتلو له د هر ډول مرستې باور وركړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں