اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي و??ير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي هېواد كښې د توان بحران پاتې كېدو سوب د انرژۍ د كوټلې پلاننګ نشتوالې دے ٬ اولس ته ارزانه برېښ??ا وركولو لپاره اقدامات كوٶ۔ د زيارت پھ ورځ د پلاننګ كمیشن د پائيدار پرمختګ كوټلې انرژي پلاننګ دوېمې سټېرنګ كمېټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وفاقي و??ير ووئيل مستقل او پائيدار پرمختګ لپاره د انرژۍ كوټلي پلاننګ ته اړتيا ده٬ حكومت په مستقل بنياد د دې مسئلې هواري لپاره كار كوي۔ ده ووئيل د انرژۍ كوټلي پلاننګ لپاره د يو اېس اېډ پاكستان او يو اېس ډيپارټمنټ آف انرژي د مرستې مننه كوٶ۔ په دې موقع د پلاننګ كمېسون سېكتر ظفر حسن، د یو ??ېس ایډ پاكستان، د یو ??یس ډیپارټمنټ آف انرژي نمائندګان هم موجود وو