اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان هند ته د پلوامه بريد پلټنو له د مرستې وړاندېز كولو سره خبردارې وركړې ٬ هند كه د بريد سوچ وكړو نو پاسكتان به بشپړ ځواب وركوي ٬ كه جنګ پېل شو نو خبره به چرته لاړه شي په دې لوي څښتن خبر دے٬ هند كه د پاكستان د ككړېدو څه شواهد لري نو مونږ له دې راكړي٬ مونږ به كاروائي كوٶ٬ نوې پاكستان نوې سوچ لري٬ دا خبره زمونږ پخپل مفاد ??ښې ده چې نه دې څوك زمونږ د خاورې څه بهر ت??هګ??ي وكړي او نه دې څوك د بهر نه زمونږ په هېواد ??ښې د ت??هګ??ي هڅې وكړي ٬ د افغانستان غوندې د كشمير كشاله هم د خبرو اترو د لارې هوارېدې شي، هندې دې فكر وكړي چې په كشميريانو ځوانانو ??ښې د مرګ ېره ولې ختمه شوې۔ د پلوامه پېښې پحقله د نهې په ورځ قام ته خپل نشرياتي خطاب ??ښې وزیراعظم عمران خان ووئيل د مقبوضه كشمير په پلوامه سيمه ??ښې څو ورځې وړاندې يوه پېښه رامخې ته شوې ٬ چې تور ئې په پاكستان لګولې شوې ۔ ده ووئيل ما هم په ھغه وخت په دې خپل غبرګون څرګند كول غوښتل ځكه چې په پاكستان تور لګولې شوې ٶ خو د سعودي ولي عهد د پاكستان دورې له امله ما دا پرېكړه وكړه چې اوس دې ځواب ورنه كړې شي دغسې چې د سعودي ولي عهد دورې څخه پام بلخوا اونه ګرځي ۔ ده ووئيل اوس چې كله ولي عهد بېرته لاړ نو زه هند ته ځواب وركول غواړم ۔ وزیراعظم ووئيل په پاكستان د شواهدو نه غېر تور لګولې شوې ۔ ده ووئيل پاكستان په دا ډول پېښو ??ښې د ككړېدو كومه ګټه نه لري٬ د سعودي ولي عهد دورې په مهال به څوك احمق وي چې د دورې له مينځه وړلو لپاره به دا ډول پېښه كوي۔ ده ووئيل پاكستان په يو داسې پړاٶ ??ښې دے چې استحكام پلو روان دے٬ مونږ 15 كاله د ت??هګ??ۍ په ضد جنګ كړې چې پ??ښې 70 زره پاكستانيان شهيدان شوي دي ، ده ووئېل اوس امن او استحكام راروان دے او په دې ??ښې به د دا ډول پېښو څخه مونږ ته څه ګټه ورسي۔ وزيراعظم ووئيل زه هندي واكمنو څخه پوښتنه كول غواړم چې آيا تاسو به په ماضي ??ښې ژوند كول غواړې او كه هر ځل هر ډول پېښه په كشمير ??ښې رامخې ته شي نو تاسو به پاكستان ذمه وار ګرځوې ٬ په ځائ د دې چې د كشمير كشالې هواري پلو لاړ شوو۔ ده ووئيل زه په ډاګه وائيم چې دا نوې پاكستان دے ٬ نوې سوچ لرل زمونږ په ګټه دے چې نه دې څوك زمونږ د خاورې څخه بهر ت??هګ??ي وكړي او نه دې څوك له بهر نه دلته د ت??هګ??ۍ هڅې وكړي ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه نن هند ته وړاندېز كول غواړم چې ھغوي د پلوامه بريد كوم ډول هم پلټنې كول غواړي نو مونږ څخه دې وكړي او كه د يو پاكستاني د ككړېدو كوم ثبوت لري نو مونږ له دې راكړي٬ ده ووئېل زه ضمانت وركوم چې مونږ به كاروائي كوٶ ځكه چې كه څوك د پاكستان خاوره كاروي نو دا زمونږ د مفادو په ضد او پاكستان سره دښمني ده۔ ده ووئيل مونږ چې كله هند سره د مذاكراتو خبره كوٶ نو ھغوي په ت??هګ??ۍ د خبرې كولو ش??ط اېږدي٬ ت??هګ??ي د ټولې منطقې مسئله ده او مونږ غواړو چې ت??هګ??ي ختمه شي ځكه چې ت??هګ??ۍ څخه د ټولو نه زيات پاكستان ځپلې شوې ٬ ده ووئېل زمونږ 70 زره پاكستانيان شهيدان شوي او معيشت ته هم د سل رابه ډالرو نه زيات زيان رسېدلې ۔ وزيراعطم ووئيل زه په دې موقع دوه څيزونه په ګوته كول غواړم ٬ هند بايد يو نوې سوچ خپل كړي او دوي له روښانه فكر وكړې شي چې څه وجه ده چه په كشميريانو ځوانانو ??ښې د مرګ يره ختمه شوې ده٬ ده ووئېل څه خو به وجه وي۔ ده ووئيل آيا هند دا ګڼي چې د پوځ د لارې به دا مسئله هواره شي٬ تر ننه پورې د پوځ د لارې يوه مسئله چرته په كام??اب?? حل شوې ده كه نه وي نو وړاندې به څنګه كاميابه شي٬ ده ووئېل كه چرته نن د افغانستان دننه 17 كاله پس نړۍ تسليم كړې چې دا مسئله پوځي حل نه لري او دا به د خبرو اترو د لارې هواره شي نو په هند ??ښې دې هم بايد دا بحث وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ د هند نه راپورته كېدونكي غږونه اوروو٬ د ميډيا او سياستمدارو غږونه راخېژي چې پاکستان ته سبق ښودل پكار دې او بدل اخستل پكار دي ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل وړومبنۍ خبره خو دا ده چې د نړۍ كوم قانون هم يو كس يا هېواد له د جج٬ جيوري يا اېكسېكيوشن جوړېدو اجازه وركوي٬ دا د انصاف په كوخم نظام ??ښې شته ؟ ٬ بله خبره دا ده چې هند ??ښې دا د ټاكنو كال دے او پاكستان ته سبق د ښودلو چغې د ټاكنو ګټلو لپاره وهلې كېږي۔ وزیراعظم واضح كړه هند كه د بريد سوچ وكړو نو پاكستان به بشپړ ځواب وركوي او مونږ سره به د ځواب وركولو نه علاوه بله لاره نه وي۔ ده ووئيل مونږ ټول خبر يو چې جنګ پېل كول آسان دي ٬ جنګ پېل كول د انسان په لاس ??ښې وي خو جنګ ختمول د انسان په لاس ??ښې نه دي٬ ده ووئېل د جنګ وخت تر كومې دوام لري په دې لوي څښتن خبر دے ٬ دې لپاره زه هيله لرم چې مونږ به د عقل او حكمت لاره خپله كړو او د كشمير كشاله به هم آخر د افغانستان غوندې هم په خبرو هواره شي