چاغي 15 جنوري (اے پي پي) د سعودي عربستان د تبوك صوبې ګورنر فهد بن سلطان بن عبدالعزیز السعود د تلور ښكار لپاره چاغي ته رسېدلې دے ۔ د شورو په ورځ د خپلې خاص الوتكې د لارې د دالبندين هوائي مېدان ته په رسېدو د بلوچستان اعلٰې وزير جام کمال خان، د صوبائي كابينې غړو پشمول ځائي سياسي او قبائيلي مشرانو او سول او عسكري چارواكو د دوي هركلے وكړو۔ د تبوك ګورنر د دې نه پس يك مچه صحرائي سيمې سره نزدې خپل د ښكار كېمپ لپاره روان شو۔ د تبوك ګورنر راتګ په موقع د دالبندين هوائي مېدان امنيت ټېنګ كړې شوې ٶ