د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه

image
APP21-08 ISLAMABAD: January 08 - Finance Minister Asad Umar chairing meeting of ECC of the Cabinet. APP

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي) كښې د ټېكسټائل انډسټرۍ آسانيو ٬برآمدات زياتولو٬د كاټن درآمد له د ټېكسونو رعايت له بشپړه شمېرې وغوښتلې شوې٬د پاكستان سټيل ملز بحالۍ لپاره د غوره تګلارې جوړولو سپارښتنه هم كړې ده۔د اي سي سي غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د ټېكسټائل ډويژن لخوا د كاټن په درآمد د كسټم ډيوټۍ٬ايډېشنل كسټم ډيوټۍ او سيلز ټېكس بېرته اخستلو په اړه د تجويز جاج واخستلې شو۔د دې تجويز مقصد په هېواد كښې د ټېكسټائل انډسټري آسانيو لپاره د كاټن طلب او رسد فرق لرې كول دي كوم سره به چې صنعت ته ګټھ ورسي او د دې څانګې برآمدات به زيات شي ۔اي سي سي دا هم ووئيل په پروپوزل كښې د تجارت او ريونيو په حقله تفصيلي شمېرې شاملولو ته اړتيا ده۔په دې لړ كښې اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه شوې چې دا كمې پوره كړي دغسې چې په دې حقله ښه پريكړه وكړې شي۔ غونډه د صنعت او پیداوار وزارت لخوا د پاكستان سټيل ملز بحالۍ لپاره د عمل وړ تجويزونو په لړ كښې د پوهانو يوې ډلې لخوا د تګلارې جوړولو څخه خبر كړی شوه۔اي سي سي امر وكړو چې په دې معامله د پاكستان سټيل ملز بورډ آف ډائرېكټرز/انتظاميې مشاورت سره غوره تګلاره جوړه كړئ او په ټاكلي وخت كښې دغه حتمي منظورۍ لپاره وړاندې كړې

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں