د راروانو 24 ساعتونو په مهال د اسلام آباد او پنډۍ په شمول بره پنجاب ، خېبرپختونخوا او بلوچستان كښې په ځينو سيمو د نري باران او په غرونو د واورې پرېوتو امكان دے۔ سکردو كښې درجه حرارت ترمنفي 14 كوز شوې دې۔ د موسمياتو څانګه

image

اسلام آباد ۔ 31 دسمبر(اے پی پی) د موسمياتو څانګې ترمخه د راروانو 24 ساعتونو په مهال اسلام آباد ، پنډۍ ، سرګودھا، ګوجرانواله، لاهور، هزارہ ډویژن، کوهاټ،مالاکنډ،کوئټه، ژوب،ګلګت بلتستان او کشمیر كښې په ځينو سيمو د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے۔ بلخوا د پنجاب په ځينې ميداني سيمو ٬ بره سندھ او پېښور ډويژن كښې د سحر په وخت د دهند امكان دے۔ د هېواد په بره سيمو كښې به موسم سخت يخ او اوچ پاتې كېږي۔ د تېرو 24ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او اوچ وو۔ تر ټولو كم درجه حرارت سكردو كښې منفی 14 ،ګوپس كښې منفی 10، استور كښې منفی 9 او راولاکوټ كښې منفي 3 ډګري سېڼي ګرېډ ريكارډ كړې شو۔

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں