سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د تركيې د قامي دفاع وزير جنرال(ر)هولوسي اكار ملاقات

image
APP82-20 RAWALPINDI: December 20 - General Hulusi Akar (Retired), Minister of National Defence of the Republic of Turkey called on General Qamar Javed Bajwa, Chief of Army Staff (COAS) at General Headquarters. APP

پېنډۍ 20 دسمبر (اے پی پی)د پوځ سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د تركيې د قامي دفاع وزير جنرال(ر)هولوسي اكار د زيارت په ورځ په جنرل هېډكوارټرز كښې ملاقات كړے ۔د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاع او سلامتيا پشمول د شريكې خوښې په چارو او د سيمه ايزې سلامتيا په مجموعي وضعه خبرې شوې۔دروند مېلمه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هڅو او قربانو ستائنه وكړه۔د دې څخه وړاندې جي اېچ كيو ته په رسېدو د تركيې وزير د شهيدانو په يادګار ګلونه وغوړول۔د پاك پوځ چټك ډلې معزز ترك مېلمه ته ګارډ آف آنر هم وړاندې كړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں