وخت راغلې چې د كشمير مسئلې حل لپاره په نړيواله كچه غږ پورته كړې شي

image

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې شيريں مزاري وئېلي دي چې وخت راغلې چې د كشمير مسئلې حل لپاره په نړيواله كچه غږ پورته كړې شي٬پاكستان به د ملګرو ملتونو بشري حقونو كونسل٬ د اروپائي پارليمان او په نورو فورمونو د كشمير مسئلې حل له ګامونه پورته كوي٬د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په اړه به هائي كمشنر ته د صورتحال جاج اخستلو لپاره بلنه وركولې شي۔دې د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په سېنېټ كښې د مقبوضه كشمير د صورتحال په اړه د ملګرو ملتونو راپور په اړه په تحريك بحث راغونډولو سره وكړه۔ دې ووئيل چې په وروستيو كښې مونږ يوازې بيانونه وركول د كشميريانو اخلاقي٬سفارتي او سياسي ملاتړ به كولې شي خو عملا ً هېڅ نه دې شوې۔ پروېز مشرف د ملګرو ملتونو قراردادونه يو اړخ ته كېښودو سره څلور نكاتي حل وړاندې كړې و٬مېرمنو سره د شوي ظلم معامله هم په وروستيو كښې په نړيواله كچه نه ده پورته كړې شوې او معامله نظرانداز كولې كېده حالانكه جنګ ځپليو سيمو كښې د مېرمنو تحفظ لپاره د ملګرو ملتونو قراردادونه هم موجود دي۔ دې ووئيل چې اوس مونږ كار كوو او نړيوالې ورورولۍ ته وئېلي شوي چې په مقبوضه كشمير كښې ظلم او جبر ختم كړې شي٬مونږ سره يوه خاكه موجود ده٬هند دې د كشمير مسئلې حل لپاره خبرې اترې وكړي او كشميريان هم يوه اړونده ډله ده٬ځكه د دې ډېر اهميت دې٬كشميريان نسل درنسل د خپل جائز حق لپاره د ځانونو قربانۍ وركوي٬پروېز مشرف د امريكې په فشار د سيد علي ګېلاني څخه فاصله ساتلې خو مونږ به په هر فورم د كشمير مسئله پورته كوو۔دې ووئيل چې د كشمير د مسئلې حل وخت اوس راغلې٬مونږ د كشميريانو نوره وينه بهيدل نه شو ليدلې٬هند ملګرو ملتونو ته دا مسئله وړولو

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں