هېواد كښې يو ډول تعلیمې نظام ته حكومت پام لرنه كوي، د تعلیم معیار ښه كولو لپاره اقدامات كوو

image

اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) د تعلیم او پیشه وره تربيې وفاقی وزیر شفقت محمود وئيلي دي هېواد كښې يو ډول نظام تعلیم ته حكومت پام لرنه كوي، د تعلیم معیار ښه كولو له اقدامات كوو۔ ده د شورو پھ ورځ نېشنل یونیورسټی آف ماډرن لینګویجز( نمل) 12م كانووكېشن ته د خاص ميلمه په حیثیت خطاب كولو۔ كانووكېشن د پوهنتون په آډیټوریم كښې وشو۔ كانووكېشن كښې د بيلو څانګو 206 زدكوونكو له ډګری او 24 له ګولډ میډل ایوارډ وركړې شول۔ دستوره كښې د نمل ریكټر میجر جنرال (ر) ضیاء الدین نجم، د هیومن ریسورس ډویلپمنټ ډائریكټر جنرل میجر جنرال نجیب احمد،رجسټرار، ډینز ، ډائریكټرز ،د بيلو څانګو صدرانو ، زدكوونكو او د هغوي مور او پلار ګډون وكړو۔ په دې موقع وفاقی وزیر شفقت محمود ټولو ډګرۍ ترلاسه كوونكو زدكوونكو، د هغوي مور او پلار ، استاذانو او پوهنتون له مباركي وركړه ۔ ده ووئيل حكومت هېواد كښې د تعلیم ودې له هر ډول اقدامات كوي، 2 كروړه ماشومان سكول ته نه ځي كوم چې سكول ته روانولو له حكومت خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل هېواد كښې يو ډول نظام تعلیم ته حكومت پام لرنه كوي او هېواد كښې د تعلیم معیار ښه كولو له به هم اقدامات كولې شي۔ ده د نمل كردار وستائلو۔ دې څخه وړاندې د نمل ریكټر ضیاء الدین نجم وفاقي وزير د پوهنتون روانو پروژو څخه

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں