د پي اېس ډي له مخې د كېډ ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره 32 كروړه 12 لكه روپۍ جاري كړې شوې

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ ٬پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د كېډ ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 32 كروړه 12 لكه روپۍ جاري كړې دي ۔حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 15 اربه 23 كروړه 69 لكه روپۍ بېلې كړې۔د پلاننګ كميسون لخوا جاري شوو شمېرو له مخې حكومت په اسلام آباد كښې د 200 سكولونو اپ ګرېډېشن لپاره د 16 كروړه 90 لكه روپو پشمول بېلا بېلو پرمختيائي پروژو لپاره فنډ جاري كړې۔

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں