د قانون او انصاف وزارت د بېرسټر علي ظفر په مشرۍ كښې پارلمان كښی پرېزېنټېشن لپاره د يو شمېر بلونو مسوده وضعه كړه

image
APP14-03 ISLAMABAD: August 03 - Caretaker Federal Minister for Information and Broadcasting, National Heritage and Law Barrister Syed Ali Zafar talking to media during his visit to National Archives of Pakistan. APP

اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقی وزارت د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر په مشرۍ كښې پرېزېنټېشن له د يو شمېر بلونو مسوده وضعه كړه په كومه به چې وفاقي كابينه غور كوي۔ د جمعې په ورځ جاري كړې شوي بيان ترمخه د قانون او انصاف وزير بېرسټر سيد علي ظفر د قانون او انصاف وزارت په قانونو كښې د اصلاحاتو په حقله د يوې غونډې مشري كولو په مهال ووئيل هېواد په انصاف كښې د تاخير په ډول يوې جدي مسئلې سره مخ دے چې په سوب ئې د مقدمو پرېكړې تر څو لسيزو نه كېږي۔وفاقی وزیر ووئيل لنډ مهاله حكومت ته دا اعزاز ترلاسه دې چې په لنډه موده كښې ئې ضابطه ديواني (بدلون) بل 2018ء ته حتمي شكل وركړې۔ ده ووئيل ددې اصلاحاتو مقصد د مقدمو چلولو په نظام كښې انقلابي بدلون راوستل او دا پرمختګ كړې هېوادونو كښې د عملي كړې شوي نظام ترمخه جوړول دي۔ په ابتدائي توګه ددې اطلاق به اسلام آباد كښې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د اړوند اهدافو او مقصدونو ترلاسه كولو له د اصلاحاتو عمل جاري ساتل او په دې اړه قانون سازي كول به د نوي ټاكلي حكومت لپاره يو لوئے چېلنج وي۔

مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث
متعلقہ مضامین
مزید خبریں