لنډ مهاله وزيراعظم ناصرالملك پاكستان مانومنټ كښې د تاريخي اهميت لرونكو دوو ونټېج موټر ګاډو نندارتون پرانسته وكړه

image
APP17-23 ISLAMABAD: July 23 - Prime Minister Justice (R) Nasir-ul-Mulk inaugurating display of vintage cars at Pakistan Monument Museum. APP

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر) ناصرالملك د ګل په ورځ پاكستان مانومنټ كښې د تاريخي اهميت لرونكو دوو ونټېج موټر ګاډو نندارتون پرانسته كړې ده كوم چې د هېواد مشرانو او حكومت وخت په وخت دوره كوونكو نوموړو شخصياتو كارولې دي ۔رولز رائس سيلور شيډو او مرسټډيز پل مين اېس 600 د وزيراعظم آفس له اړخه د پاكستان مانومنټ ميوزيم لپاره د ډالۍ په توګه وركړې شوي او اولس لپاره دا نندارتون پیل شوې۔وزيراعظم ناصرالملك د دې ګاډو د نيلامۍ نه كولو او د تحفظ پريكړې سره دا په ميوزيم كښې د اودرولو امر كړې دغسې د دې څخه وړاندې د دې موټر ګاډو د نيلامولو تجويز وركړی شوې وو۔د عجائب ګهر دورې په وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د دې نندارتون سره به نوې نسل ته د پاكستان د تاريخ او د دورو كوونكو نړيوالو شخصياتو د مېلمستوب روايت په اړه خبرتيا ترلاسه شي۔وزيراعظم د ميوزيم څارنه وكړه او ونټېج موټرو كښې يې خوښي ولرله۔وزيراعظم دا د قامي تاريخ يوه مهمه برخه وګرځوله۔د دې څخه وروستو د لوك ورثه ايګزېكټو ډائرېكټرې شاهيره شاهد اے پي پي ته ووئيل حكاس پرائيوېټ لمېټډ د دې قامي ورثې تحفظ كولو جذبې ترمخه دا ونټېج موټرې په رضا كارانه توګه بحال كړې۔ دې باور ښكاره كړو چې تاريخي ورثه لرونكې دا موټروے به پھ دې منفرد ميوزيم كښې د سېلګرو پام ځان ته راوګرځوي۔مرسټډيز پل مين اېس 600 موټر په 1970 كښې جوړ كړې شوې ؤ او پاكستان دا په 1970 كښې درآمد كړې ؤ او د هغه وخت اولس مشر جنرال يحيٰی خان او وزيراعظم ذوالفقارعلي بھټو په استعمال كښې پاتې شوې ؤ ۔د دې موټرو كارونكو نوموړو غېر ملكي شخصياتو كښې د فلسطين اولس مشر ياسر عرفات٬د مصر اولس مشر انورسادات٬د لېبيا اولس مشر كرنل معمر قذافي٬د سعودي شاه فېصل بن عبدالعزيز او نور نوموړي لارښود شامل دي۔رولز رائس سيلور شيډو په 1976 كښې جوړ كړې شوې ؤ او دا شاه خالد بن عبدالعزيز د هغه وخت وزيراعظم ذوالفقارعلي بھټو ته ډالۍ كړې ؤ ۔دا موټر د وزيراعظم بېنظيربهټو٬پرنس كريم آغا خان٬د سعودي عرب شاه خالد بن عبدالعزيز٬د يو اے اي لارښود شېخ سلطان بن النهيان٬شهزاده ډيانا او نورو نړيوالو لارښودو په استعمال كښې پاتې شوې۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم آفس د دې موټرو په 22 جون نيلامولو اراده كړې وه خو كله چې دا معامله د لنډ مهاله وزيراعظم په علم كښې راغله نو هغه د نيلامۍ منسوخ كولو سپارښتنه وكړه او دا تاريخي موټروے يې په ميوزيم كښې د اودرولو امر وكړو۔

مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں