د لنډمهاله داخله وزير اعظم خان د نېکټا مركزي دفتر دوره د نېشنل اېکشن پلان پحقله د پورته كړې شويو اقداماتو نه خبر كړې شو ٬ په نېشنل انټرنل سكيورټي پاليسۍ برېفنګ وركړې شو

image

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) لنډمهاله داخله وزير٬ اعظم خان د نهې په ورځ د نېکټا مركزي دفتر دوره وكړه۔ په دې موقع د نېكټا مشر احسان غني لنډ مهاله وزير ته د نېكټا پحقله بشپړ بريفنګ وركړو۔ ده لنډمهاله داخله وزير د مدارسو په قامي چوكاټ كښې شاملولو٬ ترهګرۍ كښې د كارول كېدونكو ممكنه فنډز مخنيوي او د نېشنل اېكشن پلان پحقله د پورته كړې شويو اقدماتو نه خبر كړو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د ترهګرۍ په پېښو كښې ځانګړې كمې راغلې۔ ده لنډمهاله وزير ته د نېكټا او د داخله وزارت په ګډه د تيارې كړې شوې نېشنل انټرنل سكيورټي پاليسۍ په حقله هم جامع بريفنګ وركړو

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں