قام له باور وركوو لنډ مهاله حكومت به په دوه مياشتي آئيني موده كښې په وخت٬سپيځلې او بې پرې ټول ټاكنې باوري كوي٬په آئين كښې د ټول ټاكنو لپاره د 60 ورځو څخه زيات ګنجائش نشته

image
APP51-05 ISLAMABAD: June 05 - Syed Ali Zafar, Federal Minister for Information, Broadcasting, National History and Literary Heritage assuming his office. APP

اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو٬قانون او انصاف او پارلماني چارو لنډ مهاله وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي قام له باور وركوو چې لنډ مهاله حكومت به دوه مياشتي آئيني موده كښې په وخت٬سپيځلې او بې پرې ټاكنې باوري كوي٬په آئين كښې د ټول ټاكنو لپاره د 60 ورځو څخه زيات ګنجائش نشته٬بلوچستان كښې د خراب موسم او په ځينو حلقو كښې د نوو حلقه بنديو سره ټاكنو كښې د تاخير كوم امكان نشته٬د چا په ضد چې كيسونه زير سماعت٬پلټنې يا ټرائل روان دي نو پھ هغې كښې لنډ مهاله حكومت مداخلت نه كوي٬عدالتونه آزاد دي بايد نېب او تحقيقاتي ادارې هم دومره آزادې كړی شي٬د چا په ضد چې كله وغواړي پلټنې وكړي٬نېب دا مهال ځكه زيات متحرك په ښكاري چې اوس نېب د طاقتورو كيسونه ګوري٬د برېښنا لوډشېډنګ٬طلب او رسد شمېرې او د هغې حل څخه به ډېر زر قام خبر كړی شي٬په لنډ مهاله حكومت كښې شاملو وګړو خپل خپل كارونه پرېښې او د قام خذمات لپاره راغلي٬د اصلاحاتو لپاره تنقيد٬تجاويز او مشاورت لپاره تل دروازې پرانستې دي٬ټولو سياسي ګوندونو له به په ټاكنو كښې برخې اخستلو لباره برابر موقعې وركولې شي٬كه څوك پھ دې اړه كوم شك يا ګيله لري نو مونږ څخه دې رجوع وكړي٬داسې ټاكنې به كولې شي چې پھ تېر وخت كښې د ټاكنو نه پس رامخې ته شوې مسئلې به هم ختمې شي۔ده د شورو په ورځ پي ټي وي پروګرام كښې خبرې كولې۔وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر ووئيل لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك د لنډ مهاله كابينې لپاره زما انتخاب پخپله كړی او ما ته يې د اطلاعات او خپرونو٬قانون او انصاف او پارلماني چارو لنډ مهاله وزير چوكۍ سپارلې

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں