په نېول ھېډ کوارټر كښې کمانډ اېنډ اسټاف کانفرنس، د پاك سمندري آپرېشنل تیارؤ او موجوده امنيتي صورتحال جاج واخستلې شو

image

اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسی په مشرۍ كښې نېول ھېډ کوارټر كښې د پاك سمندري ځواك کمانډ اېنډ اسټاف کانفرنس په مهال د سمندري ځواك آپرېشنل تیارؤ ، پرمختيائي منصوبو او موجوده امنيتي صورتحال جاج واخستلې شو۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه کانفرنس كښې نېول چيف ته د پاك سمندري ځواك روانو او د سباؤن منصوبو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ د كنفرنس په مهال د ټروپس ټرېننګ او خېر ښېګړې سره د اړوند چارو هم جاج واخستلې شو۔ د سمندري ځواكونو مشر د موجود مېري ټائم چېلنجز په تناظر كښې د پاكستان نېوي آپرېشنل په تيارؤ د اطمينان څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں