د امنيتي ځواكونو او د قام لويو قربانيو په سوب مونږ د امن او استحکام په لار روان شوې يو، کار لا بشپړ شوې نه دے، مونږ له به پوخ امن لپاره مخ په وړاندې تلل وي

image
APP66-30 QUETTA: May 30 - Chief of Army Staff (COAS) General Qamar Javed Bajwa addressing to the officers and faculty of Command and Staff Collage. APP

پينډۍ 30 مئی (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ وئيلي دي د امنيتي ځواكونو او د قام لويو قربانيو په سوب مونږ د امن او استحکام په لار روان شوې يو، کار لا بشپړ شوې نه دې، مونږ له به پوخ امن له مخ په وړاندې تلل وي۔ د آئی اېس پی آر له مخې سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ د شورو په ورځ د كوئټې دورہ وكړه۔ په دې موقع د كوئټې کمانډ اینډ سټاف کالج افسرانو او فیکلټۍ ته خطاب کولو سره ده ووئيل د امنيتي ځواكونو او د قام لويو قربانيو په سوب مونږ د امن او استحکام په مثبته لاره روان شوې يو، کار لا بشپړ شوې نه دے، مونږ له به كوټلې امن ترلاسه كولو له مخ په وړاندې تلل وي۔ د ځوانانو او افسرانو په عملياتو كښې کارکردګی او کردار ستائلو سره جنرال قمر جاوید باجوہ ووئيل هغوي دې خپله پیشه وره پوهه كښې مخ په وړاندې تګ روان وساتي۔ دې نه پس سرلښكر د كوئټې سدرن کمانډ دورہ هم وكړه چرته چې هغه ته په پاك۔افغان پوله د بلوچستان سيمو كښې په خاردار تار لګولو د پیشرفت، کوئټه سېف سټی پراجیکټ او سوكاله بلوچستان اقداماتو په اړه بریفنګ وركړې شو۔ سرلښكر په سماجی، اقتصادی پرمختګ او په امنيتي اقداماتو د اطمینان څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں