د قام اتل شهيد كرنل سهېل د هېواد او قام ساتنې له د خپل ځان قرباني وركړه – احس اقبال داخله وزير د كرنل سهېل عابد شهيد كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه

image

اسلام آباد ۔ 20 مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي شهيد كرنل سهېل د قام اتل وو چا چې د هېواد او قام ساتنې له د خپل ځان قرباني وركړه۔ ده دا خبره د سهېل عابد شهيد كور ته تلو سره د ده كورنۍ سره د غمرازۍ په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال ده غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا هم وكړه۔ ده وئيل قام په خپلو شهيدانو وياړ لري۔ ده ووئيل زمونږ امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړې دي او د شهيدانو دا قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ داخله وزير ووئيل هېواد څخه د كركې ختمول لومړۍ ترجيح ده۔ وروستو وفاقي وزير مقبرې ته لاړو چرته چې ده د كرنل سهېل شهيد قبر ته فاتحه ولوستله

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں