د داخله وزير احسن اقبال فاروق ستار سره ټېلفوني خبرې۔ په خواجه اظهار الحسن د ترسره شوي بريد غندنه

image

اسلام آباد ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د خالي په ورځ د اېم كيو اېم پاكستان لارښود فاروق ستار سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده سره ئې په د اېم كېو اېم پاكستان په لارښودو خواجه اظهار الحسن د ترسره شوي بريد په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ داخله وزير پېښه كښې د پوليس اهلكار او عام وګړي په وژنه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ احسن اقبال ووئيل په پېښه كښې ككړ كسان به ډېر زر ونيولې شي۔ ده په دې لړ كښې د وفاقي محكمو لخوا د بشپړې مرستې باور وركړو۔د رېنجرز ډي جي مېجر جنرال محمد سعيد داخله وزير ته د پېښې په اړه بريفېنګ وركړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں