اسلام آباد۔6مارچ (اے پی پی):وزیراعظم محمد شببازشریف وئېلي دي زمونږ حكومت به د ټولو سيمو او ځائي ژبو، ادب او كلتور ته وده وركوي ، د سوئېلي پنجاب او د دې حائے د كلتور ، فنون او ادب پرمختګ ته عمر له مونږ پام لرنه كړې ۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه د جاري بیان تر مخه وزیراعظم د سرائیکي كلتور او د سرائیکي اجرک ورځ نمانځلو په موقع خپل د مبارکۍ پېغام كښې ووئېل د جنوبي پنجاب او د دې ځائے د كلتور ، فنون و ادب برمختګ ته مونږ عمر له پام لرنه كرې ۔زمونږ حکومت به د تولو تمام سيمو او ځائي ژبو، ادب او كلتور ته وده وركوي ۔ وزیراعظم ووئېل د سرائیکي وسیب ټول رنګونه ښكلي او د ځانګړي تهذیب وتمدن امین دي ، ”سرائیکي ژبه ډېره خوږه ژبه ده ،“۔ دغسې سرائیکي ژب جنوبي پنجاب كښې يواځې نه بلوچستان او په هند كښې هم وئېلي كېږي ۔ده ووئېل په ادب، شاعرۍ او موسیقۍ كښې د سرائیکي او دې سره د تړون لرونكې اهل علم وقلم لويه برخه موجود ده ۔ ده ووئېل د سرائیکي کلتور، تهذیب وتمدن د اباسين د زرګونو كالو زوړ تهذیب سره پېوست دي ۔ وزیراعظم ووئېل حضرت بهاوالدین ذکریا، حضرت شاہ رکن عالم،خواجه غلام فرید،محمد سلمان تونسوي ،سخي سرور،شاہ شمس تبریز غوندې د دين بزرګانو او صوفیا د سرائیکۍ ژبې شان زيات كړے ۔ د پاکستان د هرې سيمې د تهذیب او ثقافت په وده باور لرو۔