اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د مذهبي چارو نګران وزير انيق احمد سره د فلسطين سفير احمد ربيع ليدلي٬ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو او د فلسطين په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د جمعې په ورځ د ملاقات په مهال د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل پاکستان او فلسطين په ورورولۍ آډانه اړيكې لري٬ پاكستان به د خپلو فلسطينيانو وروڼو اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي٬ پاكستان د فلسطين كاز وړومبے مرستيال هېواد دے او تل به وي۔