شېخ رشيد احمد د عمرې سعادت ترلاسه كولو څخه وروستو هېواد ته راورسېد

image

اسلام آباد ۔ 2 جنوری (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د عمرې سعادت ترلاسه كولو څخه وروستو هېواد ته رارسېدلې ۔ د درې ورځو رخصتيو څخه وروستو ئې د وزارت چارې يو وارې بيا مخ په وړاندې بوتلل پېل كړې ۔ وفاقي وزیر د عمرې سعادت ترلاسه كولو له د دسمبر په 30 مه نېټه سحر وختي د اسلام آباد ايئرپورټ څخه سعودي عربستان ته روان شوې ؤ۔ وفاقی وزیر شېخ رشید احمد هم په دغه ورځ مدينه منوره كښې د پېغمبر علېه السلام روضې مباركې ته حاضر شو او مسجد نبوي كښې نفلونه كولو څخه وروستو مكې مكرمې ته لاړو چرته چې ده عمره وكړه۔ شېخ رشيد د چارشنبې او زيارت منځومانۍ شپه كښې د معمول پرواز د لارې اسلام آباد ته راورسېد او د زيارت ورځې څخه ئې د وزارت چارو كښې برخه اخستل پېل كړل۔ په دې لړ كښې وفاقي وزير نوښار كښې په اضاخېل ډرائي پورټ د روانو كارونو جاج اخستو له هم لاړ

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں