د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حكومتي معاشي ډلې غونډه

image
APP70-26 ISLAMABAD: November 26 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting of Economic Team of the Government at PM Office. APP

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نهې پھ ورځ د حكومتي معاشي ډلې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د مواصلاتو وزير مراد سعيد٬د اقتصادي چارو وزير حماد اظهر٬د فوډ سېكورټۍ وزير مخدوم خسرو بختيار٬د نجكارۍ وزير ميا محمد سومرو٬د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر٬د توان وزير عمر ايوب٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن٬خاص مرستيال نديم بابر٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن سيد زبير ګېلاني٬د خزانې پخوانې وزير شوكت ترين٬د سټېټ بانك ګورنر رضا باقر٬د اېف بي آر چيئرمېن شبر زيدي او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې د برآمد كونكو د بقايا جاتو ادائيګۍ په اړه دې دا خبره باوري كړی شي چې كاروباري ټولنه په دې لړ كښې كومې ستونزې سره مخ نه شي٬وزيراعظم ووئيل چې د معيشت بهترۍ لپاره د هېواد په برآمداتو كښې اضافه ډېره مهمه ده٬برآمد كونكو ته هر ډول ممكنه آسانې وركول او د دوي ستونزې حل كول د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دي٬كاروباري ټولنه نوې نظام سره معرفي كولو لپاره دې هم هر ډول ممكنه آسانې وركړی شي۔وزيراعظم ووئيل چې د ځينې كاروباري حلقو لخوا د بقاياجاتو نوې نظام په اړه د ستونزو شكايات راغلې دي٬د دې فوري ازالې لپاره دې اقدامات وكړی شي۔ په غونډه كښې د كاروباري ټولنې د ريفنډز٬د تعميرات څانګې ودې او په خاص توګه د كم آمدن خلكو لپاره په ټول هېواد كښې د 50 لكه كورونو جوړولو٬د پروژې په پرمختګ او د غېر سركاري فلاحي تنظيم اخوت په مرسته د فوډ بانك پروګرام د اجرا په معاملو غور وشو۔په غونډه كښې د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ او د اېف بي آر چيئرمېن شبر زيدي د برآمد كونكو د ريفنډز بقاياجاتو ادائيګۍ لپاره د شويو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔د نوي پاكستان هاؤسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرال(ر)انور علي حېدر غونډه د تعميراتو څانګې د ودې او په خاص توګه د كم آمدن خلكو لپاره د هاؤسنګ پروژې پرمختګ په اړه خبره كړه او وې وئېل چې په دې لړ كښې ډېر پرمختګ شوې۔ده هيله څرګنده كړه چې ډېر زر به د 15 زره يونټس د وړومبۍ پروژې پرانسته وشي۔د دسمبر تر پاې به د هېواد په دريو صوبو كښې د كورونو جوړولو په پروژو كار پېل كړی شي۔د خزانې پخواني وزير شوكت ترين غونډه د غېر سركاري فلاحي تنظيم اخوت په مرسته د فوډ بانك پروګرام د اجرا نه خبره كړه۔د دې پروګرام له مخې به د اخوت لخوا د بېلا بېلو كورونو٬هوټلو او مېرج هالونو څخه اضافي خوراك راغونډولې شي او مستحق خلكو ته به د دوي په كور وركولې شي۔دا پروژه به په ابتدائي توګه د لاهور نه پېل كولې شي او دې لپاره په ابتدائي توګه 100 ريسټورنټس سره شركت شوې۔راغونډ كړی شوې خوراك به په كچه آبادۍ كښې اوسېدونكو او د مستحق خلكو كورونو ته وركولې شي۔په كومو كښې چې كنډې٬د زيات عمر بې وسه خلك مېشته وي٬د دې نه علاوه د رېلوے٬بس اډو٬روغتونونو او نورو ځايونو ته به هم وړيا خوراك رسولې شي۔غونډې ته ووئيل شول چې په وړومبو دريو مياشتو كښې به 20 زره خلكو ته دا خوراك رسولې شي۔دا شمېره به وړاندې زياتولې شي۔وزيراعظم د فوډ بانك پروګرام هركلے كولو سره ووئيل چې دا پروګرام د حكومت وژن او فلاحي چارو سره مطابقت لري ځكه حكومت دا پروګرام پېل كولو لپاره به مطلوبه وسيلې او مياشتنې اخراجاتو كښې مرسته كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں