ګرده نړۍ په طمعه ده چې مقبوضه کشمير كښې به د کرفيو ختمېدو نه پس مظلومو کشميريانو سره څه كېږي؟

image

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ګرده نړۍ په طمعه ده چې مقبوضه کشمير كښې به د کرفيو ختمېدو نه پس مظلومو کشميريانو سره څه كېږي؟، قوي امکانات دي چې د كشمير د آزادۍ تحريك به لا ګرندې شي۔ ده دا خبره د مقبوضه کشمير صورتحال په اړه د زيارت په ورځ خپل ټوئټ كښې كړې ۔ ده ووئيل آيا د بې جے پي حكومت دا خيال لري چې د زيات عسکري قوت په زور به د كشمير د آزادۍ د تحريك مرۍ خفي كړي؟ قوي امكانات دي چې دا تحريك به لا زور اونيسي ۔ وزيراعظم خپل ټوئټ كښې ووئيل يقيني نتيجه به دا وي چې نړۍ به مقبوضه کشمير كښې د كشميريانو د نسل كشۍ بدترينه مظاهره اوويني۔ مهم سوال دا دے چې آيا يو ځل به بيا مونږ د بي جے پي د حكومت په شكل كښې فاش ازم اوينو يا نړيواله ورورولي به د اخلاقي قوت څرګندونې سره د هغوي لاره اونيسي؟”۔

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں