د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د رېلوے په مركزي دفتر كښې خبري كنفرنس ته وېنا

image

لاهور 22 جون (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د جولائي د وړومبې نېټې نه د رېلوے د اكانومي كلاس په كرايه كښې د 100 روپې او په نورو كښې د 6 نه تر 7 فيصده د اضافې اعلان كړے۔ تر 50 كلوميټره په سفر كوونكو او تر اوسه په اېډوانس بكنګ كوونكو مسافرو به د اضافې اطلاق نه كېږي۔ د خالي په ورځ په لاهور كښې د رېلوے په مركزي دفتر كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې په نړيوالې منډيي كښې د تېلو بېعې زياتېدو له امله د 3 اربه روپو اضافي فشار راغلې او تر ټولو زيات اثر ئې په رېلوے شوے ځكه د رېلوے په كرايه كښې اضافه وكړې شوه۔ ده ووئيل چې د پسنجر سېكټر د وروستي ټرېن چلولو هدف به د جولائي په 3مه نېټه پوره شي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان به د جولائي په 3مه نېټه د پېنډې په رېلوے سټېشن د سرسيد اېكسپرېس ټرېن پرانسته كوي۔ ده ووئيل چې په رېلوے كښې به په 8 زره خالي چوكو بهرتي د بېلټ د لارې كولې شي۔ ده ووئيل چې د ټي اېل اے ملازمينو مستقل كولو لپاره كمېټي جوړه كړې شوې۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم په هدايت سرګودها اېكسپرېس تر يوه مياشت ميانوالي ته رسولو لپاره پرېكړه شوې او د نوښار نه تر درګئ د رېلوے پټلې پرانستلې شي۔ ده ووئيل چې د جناح اېكسپرېس د پېښې د ابتدائي انكوائرې راپور راغلې چې پكښې انساني غلطي رامخې ته شوې او د ټرېن رفتار هم زيات و۔ ده ووئيل چې د پېښې د انكوائري كمېټي جوړه كړې شوې او په راتلونكو 15 ورځو كښې به په دې اړه د سزا جزا پرېكړه وكړې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں