وزیراعظم عمران خان د چین اولس مشر شی جن پنګ سره وليدل

image

اسلام آباد 14جون (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د جمعې په روځ بشکیك كښې د شنګھائی مرستې تنظیم (اېس سی او) غړو هېوادونو مشرانو کونسل غونډې په موقع د چین اولس مشر شی جن پنګ سره ليدلې دي۔ د وزیراعظم آفس لخوا جاری بیان شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال د وزیراعظم خاص مرستيال محمد عثمان ډار هم موجود ؤ۔ وزیراعظم عمران خان دا مهال د شنګھائی مرستې تنظیم مشرانو غونډه كښې ګډون له د کرغزستان په دوره دې۔ د اېس سي او غړو هېوادونو مشرانو كونسل غونډې پھ موقع شوي ملاقات كښې هر ډول حالاتو كښې د شريكې تګلارې له مخې دوه اړخيزه مرستې او شراكتدارۍ توثيق وكړو٬ د ملاقات پھ مهال وزيراعظم عمران خان ووئيل سي پيك ته زمونږ حكومت خاص پام لرنه كوي ۔ د چين اولس مشر د ترهه ګرۍ ختمولو او سيمه كښې امن او استحكام د د پاكستان د هڅو اعتراف وكړو٬په دې موقع دواړو لارښودو د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د غونډې مشري د کرغزستان اولس مشر وكړه۔ په غونډه كښې د پاکستان نه علاوه د اېس سی او غړي هېوادونو چین ، روس ، هند ، قازستان ،کرغزستان ، تاجکستان او ازبکستان پلاوي ګډون كوي دغسې په غونډه كښې د اېس سی او مبصر ېهوادونه افغانستان ، ایران ، بیلا روس او منګولیا هم ګډون كوي۔

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں