د چين دوهم اولس مشر وانګ چي شن د ښو يادونو سره د پاكستان درې ورځنۍ دورې بشپړولو نه پس خپل هېواد ته ستون شو

image

اسلام آباد 28 مئی (اے پی پی) د چين دوهم اولس مشر وانګ چي شن د ښو يادونو سره د پاكستان درې ورځنۍ دوره بشپړولو نه پس هېواد ته روان شوے ۔د لاهور په هوائي مېدان د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار او د صوبائي كابينې غړو خاص مېلمه رخصت كړو۔د روانېدو په موقع د چين دوهم اولس مشر ووئيل په لاهور كښې راكړې مينه چرې هم نشي هيرولې۔ پھ ښه مېلمستيا كولو د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار مننه كوم٬ هغه ووئېل چين د پرمختګ او خوشحالۍ په سفر كښې د پاكستان سره وړاندې هم ولاړ ؤ او راتلونكې وخت كښې به هم ولاړ وي٬د شريكې مرستې په نوې اړخونو كار كولو سره ملګرتيا لا قوي كولې شي۔ د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار خاص مېلمه د رخصت كولو په موقع ووئيل په لاهور كښې ستاسو په مېلمستيا كولو خوشحاله شوې يم ۔د چين نائب صدر د پاكستان دورې سره به د پاكستان او چين ملګرتيا لا مستحكمه شي٬ ده ووئېل د پاكستان او چين ملګرتيا لازواله ده چرې ختمېدې نه شي٬د پاكستان وزيراعظم عمران خان په دور كښې د پاك چين اړيكې لا مستحكمې شوي۔ ده ووئېل د چين او پاكستان ترمينځه د مينې او مرستې نوې باب جوړ شوي۔صوبائي وزيرانو راجه بشارت٬سيد صمصام علي بخاري٬نعمان لنګړيال٬داكټر ياسمين راشد٬اعجاز عالم٬تيمور بهټي٬آشفه رياض٬عنصر مجيد خان نيازي٬سميع الله چوهدري٬حافظ ممتاز احمد٬هاشم ډوګر٬چيف سېكتر٬ پوليس انسپكټر جنرل٬د اطلاعاتو سېكتر٬ د وزيراعلٰی پرنسپل سېكتر او اړوند چارواكي هم پھ دې موقع موجود وو

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں