حكومت د سي پېك منصوبو په وخت د بشپړولو له لوظي دې

image
APP47-10 ISLAMABAD: May 10 - Federal Minister for Planning, Development and Reform, Makhdum Khusro Bakhtyar chairing the progress review meeting on CPEC. Chinese Ambassador Yao Jing is also present. APP

اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرِمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې حكومت د سي پېك منصوبو په وخت د بشپړولو له لوظي دې ٬ اړوند چارواكي او ادارې دې په 30 ورځو كښې خپل پروګرېس راپور وړاندې كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ سي پېك د جاج غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير د سي پېك منصوبو پحقله د زېر التواء مسئلو د هوارولو هم امر وكړٶ٬ په غونډه كښې په اورنج لائن، اېسټ بې اېکسپرېس وے ، 300 مېګاواټ ګوادر كښې د كول پاور پلانټ او د كوهاله هائېډرو پاور په منصوبې هم بحث وشو۔ ده ووئيل د اېسټ بې اېكسپرېس وے منصوبې په اړه د ګوادر د ځائي فشرمېنز ټولې غوښتنې منظور كړې شوې دي٬ د سي پېك منصوبه په سم لور روانه ده٬ د چين سفير د زېر التواء مسئلو حل لپاره د حكومت د هلو ځلو ستائنه كړې ده ۔ په دې موقع د چين سفير ياٶ جنګ ٬ پروجېكټ ډائرېكټر سي پېك حسان داٶد او د اړوند وزارتونو چارواكي هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں