د وزیراعظم عمران خان جمرود كښې اولسي غونډې ته وينا

image

پېښور 05 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم پاکستان عمران خان وئيلي دي نه به این آراو وركړو نه به بلیك ميل شو ٬ د غلو احتساب کولو له راغلې يم او د هغوي احتساب به كوم، افغانستان كښې د ټاكنو څخه وړاندې د لنډمهاله حكومت جوړولو مشورہ مو د يو ورورو په حېثيت وركړې، مشورہ منل يا نه منل د افغان دولت او اولس اختيار كښې ده ٬ زرداری او بلاول دې د دهرنې شوق پورا کړي ٬ د کنټېنر صفا كولو له مو وئيلي ٬ هغوي د خپلې غلا پټولو لپاره شور كوي ٬ مولانا فضل الرحمن وکټ پريوتې دې د هغه لمبر بيا نه راځي ٬ جبه بند ۍ باړه بند ٬ شلمان واټر سپلائی سکیم او باړہ بائی پاس پروژو جارې كولو اعلان ٬ د خېبر نه تر افغانستان اکنامك کوریډور به جوړولې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ جمرود كښې اولسي غونډې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ده ووئيل آصف زرداری او بلاول دې د اسلام آباد دهرنې خپل شوق پوره كړي ٬ د هغوي لپاره د کنټېنر صفا كولو له مو سپارښتنه ګړې ده ٬ زه هغوي له چیلینج وركوم چې يوه اوونۍ درهنه به هم ونه وكړي ځكه چې دهرنه هغه کامیابېږي كومه چې اولس مسئلو ختمولو په نيت سره وكړې شي ٬ كومه دهرنه چې د خپلې پټولو لپاره كېږي هغه اولس رد كوي۔ده ووئيل ليډر هغه جوړيږي چا چې اولسي هلې ځلې كړې وي ٬ چا ته چې د ګوند قیادت په ورثه كښې ترلاسه شوې وي هغه ليډر نه شي جوړيدې۔ وزیر اعظم ووئيل پی پی پی جلسه كښې وګړو له دوه ٬ دوه شوه روپۍ وركولو سره رابللې ؤ۔ ده ووئيل فضل الرحمان د ملین مارچ خبره كوي د هغه وكټ په ټاكنو كښې پريوتې دې او هغه كلين بولډ شوې دې ٬ ااوسه د هغه مثال داسې دې لكه چې ټوله ورځ فیلډنګ کونكې لوبغاړې د بيټنګ په لمبر راتللو په وړومبي بال آوټ شي۔ ده ووئيل مولانا د لمبر په چكر كښې دې كوم چې هغه ته نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل حکومت چرته هم تلونكې نه دې ٬ دوي به زندان ته ځي او هغوي له به د هېواد غلا شوې دولت بيرته وركول وي۔ده ووئيل آصف زرداری جعلی اکاؤنټس كښې 100 اربه روپۍ جمع کړې دي ٬ دغسې شریفې كورنۍ هم په بهر هېواد كښې 100 اربه روپو څخه زياتې اثاثې جوړې كړې دي هغوي حکومت فشار كښې راوستلو سره این آر او غواړي كومه چې هغوي ته نه ترلاسه كېږي۔وزیر اعظم ووئيل د هېواد په تاريخ كښې معاشی پړاؤ څخه تيرېږو د كومې اندازه چې د دې خبرې څڅه لګېدې شي چې مونږ له اوسطا ورځې پھ حساب په قرضو يواځې د سود په لړ كښې 6 نيم اربه روپۍ وركول دي او دا صورتحال پی پی پی او (ن) لیګ دور راهسې دې چا چې په هېواد قرض د 6 زره اربه روپو څخه 30 زره اربه روپو ته رسولې خو دا صورتحال به پھ يو څو مياشتو كښې ښه شي او مونږ به هېواد د پرمختګ پلو روان كړو۔ عمران خان د افغانستان په حقله د خيالاتو څرګندونې سره ووئيل مونږ افغان اولس او دولت له د ورورولۍ مشورہ وركړې چې پھ افغانستان كښې د ټولټاكنو څخه وړاندې د ټولو لپاره د قبلولو وړ لنډمهاله حکومت جوړ كړي او كوم چې سپيځلې ټاكنې وكړي دغسې چې ټاكنې بيا د ټولو لپاره د قبولولو وړ دوي۔ ده ووئيل دا مشورہ مونږ د افغان اولس له د يو ورور په حیثیت وركوو٬ دا دې د كوم بل مطلب لپاره وانه خستلې شي او دا په افغان اولس منحصر ده چې دا مشورہ مني يا نه مني۔ ده ووئيل د افغانستان امن نه يواځې د پاکستان بلکه د ټولې سيمې امن سره تړلې دې او كه په افغانستان كښې امن راځي د پاکستان نه تر مينځني اسياﺀ د تجارت او روز ګار ګڼې موقعې ترلاسه كيدې شي۔۔ دې څخه وړاندې عمران خان په خپل خطاب كښې د قبائلی اولس د قربانیو ذكر هم وكړو ۔ ده ووئيل قبائلی وګړو په هر سخت وخت كښې د پاکستان حفاظت لپاره د وړومبي صف كرار ترسره كړې ٬ د ترهه ګړۍ پھ ضد جنګ كښې قبائلی وګړي چې كومې ستونزې ليدلې او د كوم سخت حالاتو څخه تير شوې د هغې اندازه بل چا ته نشته ا لهذا ضروری ده چې د قبائلی وګړو د هغه ستونزو ازاله وكړې شي او هغوي ته د خپلو قربانیو صله ترلاسه شي ۔ ده ووئيل حکومت هڅې كوي چې خېبر پښتونخوا كښې ضم شوې قبائلی ضلعې تندۍ سره د پرمختګ پلو روانې شي هم دغه وجه ده چې تر راروانو 10 كلونو به قبائلی ضلعو كښې د كال 100 اربه روپو خرڅ كولو منصوبه جوړه شوې ده دغسې د تعلیم او روغتيا څانګو پشمول ټولې څانګې پرمختګ وكړي۔ده ووئيل حکومت به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قبائلو ته د رسيدلې زيان ازاله كوي۔ ده ووئيل مونږ د طور خم پوله 24 ساعته د پرانستلو سپارښتنه كړې دغسې چی د دې ځائې وګړو ته د کاروبار او روزګار اسانۍ ترلاسه شي۔عمران خان په دې موقع جبه بند ۍ باړه بند ٬ شلمان واټر سپلائی سکیم او باړہ بائی پاس پروژو جارې كولو اعلان وكړو۔ده ووئيل د خېبر نه تر افغانستان اکنامك کوریډور به جوړولې شي دغسې چې اولس ته د روزګار او تجارت موقعې ترلاسه شي۔ ده ووئيل مونږ به هڅې كوو چې قبائلی ضلعو كښې د برېښنا او ګاز سپلائی پھ توګه بحال شي۔ده قبائلی اولس ته ووئيل قبائلی ضلعو په خېبر پښتونخوا كښې د ضم كولو په لاره كښې د خنډانو راولاړولو عناصرو د سازشونو څخه ځان خبر وساتي او د هغوي سازشونه ناکامه كړي

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں