پاکستان ټولو ګاٶنډېانو هېوادونو سره ښې اړيكې غواري

image

اسلام آباد 22 مارچ(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان يو سوله ايز او خپلواكه هېواد دے كوم چې ټولو ګاٶنډېانو هېوادونو سره ښې اړيكې غواري ۔ اولس مشر دا خبرې د آذربائیجان د دفاع وزير جنرال ذاكر حسنوف اصغر اولو سره خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د خپلې سيمه ايزې سالمتيا لپاره د شريكې خوښو په ټولو چارو د هند پشمول ټولو هېوادونو سره په خبرو اترو باور لري٬ مونږ دا خوښي لرو چې ټول دوست هېوادونه په هند زور رواړي چې هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير كشالې سوله ايز هواري لپاره پاكستان سره خبرو اترو ته كېښنې ۔ ده ووئيل پاکستان آذربائیجان سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ اولس مشر د مارچ په وړومبۍ نيټه كال 2017 كښې په اسلام آباد كښې د د اي سي او په 13مه سمټ كښې د اولس مشر الهام علیوف د ګډون ستائنه كولو سره د دورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې رامخې ته كولو سره د جمو او كشمير په مسئله د آذربائیجان د پرله پسې ملاتړ هم ستائنه وكړه۔ اولس مشر ووئيل زمونږ دوه اړخيزه اقتصادي اړيكې اوسني صلاحيت سره همكاري نه لري٬ د شريك تجارت حجم زياتولو ته اړتيا ده۔ ډاكټر عارف علوي د كركيلې ٬ مېنوفېكچرنګ ٬ د خدماتو په څانګه ٬ د پومبې ٬ د انجينئرنګ څيزونو ٬ د داروګانو جوړولو٬ د ويريژو٬ ټېكسټائيل ٬ رېډي مېډ جامو ٬ د سپورټس مصنوعات٬ د جراحۍ آلاتو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په تجارت كښې اضافې او شريكې مرستې له د امكاناتو د لټون ضرورت هم رامخې ته كړو۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا د ويزه په نظام كښې آساني پېدا كولو سره به د آذربائيجان څخه د سېلګرو او كاروباريانو شمېره زياته شي۔ ده ووئيل پاکستان په پاك افغان پوله د عامو وګړو قانوني سفر كښې آسانۍ پېدا كولو لپاره موثره بارډر كنټرول نظام هم لګولې۔ ده ووئيل ټولې منطقې لپاره د افغانستان په بيا رغونې او بحالۍ كښې خپل كردار لوبولو ته اړتيا ده ۔ د آذربائیجان د دفاع وزير ووئيل پاکستان او آذربائیجان د ورورولۍ غوره اړيكې لري او تل ئې د يو بل ملګرتيا كړې ۔ اولس مشر د پاكستان ورځې دستورو كښې د آذربائيجان د ګډون ستائنه كولو سره اولس مشر الهام علیوف ته دپاكستان دورې بلنه هم وركړه

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں