د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار آفریدی خبرې كنفرنس

image

اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار آفریدی وئيلي دي ریاست به نه بلیك میل كېږي، د قانون په سرلوړۍ به كومه سمجھوته اونه كړي شې او قانون لاس كښې د اخستوونكو په ضد به سخته كارروائی كولې شي، د نړۍ نظر مونږ ته دے بايد مونږ د مهذبو رویو څرګندونه وكړو، تيره ورځ چې پھ اسلام آباد كښې كومه پېښه رامخې ته شوي په هغې كښې 9 پولیس اهلكار ژوبل شوې ، د میډیا كارمندان هم زؤرولې شوي۔ د زيارت پھ ورځ خبرې كنفرنس ته ده ووئيل كومه هم مهذبه ټولنه كښې د هېواد سلامتیا او امن لپاره د كورنيو چارو وزارت مهم حیثیت لري، د رايو اختلاف د جمهوریت ښكلا وي او ټولو ته د احتجاج او خپل غږ پورته كولو حق ترلاسه دے خو د هر څيز خپله طريقه وي۔ ده ووئيل ما هم په خپل سیاسی ژوند كښې د ډرون بريدونو ، كرپشن او انتخابی اصلاحاتو پشمول سیاسی او د هېواد په چارو احتجاج او لانګ مارچ كړې خو د قانون نافذ كوونكو ادارو مو تل عزت كړې او چرته مو هم قانون په لاسو كښې د اخستلو هڅه نه ده كړې ٬ ده ووئېل تيره ورځ چې څه شوې هغه ټول كیمرو ریكارډ كړې۔ ده ووئيل تيره ورځ چې پھ اسلام آباد كښې كومه پېښه رامخې ته شوي په هغې كښې 9 پولیس اهلكار ژوبل شوې، د میډیا كارمندان هم زؤرولې شوي، ده ووئېل په قانون نافذ كونكو ادارو لاس پورته كول او د هغوي زؤرولو كوم جواز نه جوړيدو۔ ده ووئيل پولیس له تحفظ وركول زمونږ ذمه واري ده ځكه چې دا هغه ځوانان دي كوم چې پھ سخت وخت كښې خپل فرائض ترسره كوي۔ ده پھ ډاګه كړه چې ریاست به نه بلیك میل كېږي، د قانون په سرلوړۍ به كومه سمجھوته اونه كړې شي او قانون لاس كښې د اخستوونكو په ضد به سخته كارروائی كولې شي، ده ووئېل د نړۍ نظر مونږ ته دے بايد مونږ د مهذبو رویو څرګندونه وكړو، تيره ورځ چې پھ اسلام آباد كښې كومه پېښه رامخې ته شوي په هغې كښې 9 پولیس اهلكار ژوبل شوې ، د میډیا كارمندان هم زورولې شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ چړې هم ریاستی رټ نه دې چيلنج كړې نه به ئې چيلنج كړو ۔ ده ووئيل تيره ورځ پېښه كښې چې كومه هم منصوبه بندی شوي یا څوك هم محرك وؤ كیمرې څخه څه پټ پناه نه دي، د ټولو عكسونو څخه به صورتحال واضح شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بايد مونږ د مهذب رویو څرګندونه وكړو

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں