د منصوبه بندۍ او اصلاحات وزارت د مېري ټائم افيئرز ډويژن پرمختيائي كارونو له 1 ارب 6 كروړه 77 لكه روپۍ جاري كړې

image

اسلام آباد ۔ 19 مارچ(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې په پرمختيائي پروګرامونو كښې د مېري ټائم افيئرز ډويژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګھ تر دې دمه د يو ارب 6 كروړه 77 لكه روپو فنډز جاري كړې دي۔ حکومت د دې ډویژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال د 8 اربه 12 کروړه 31 لکھ روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن د جاري كړې شويو شمېرو ترمخه حکومت د جی پی هاوسنګ کمپلېکس اپ ګرېډېشن له 20 کروړه 90 لکھ ،د سی پېک ترسېوري لاندې برېک واټر جوړولو له11 کروړه 76 لکھ ،ملا بینډ ایریا كښې پرمختيائي كارونو له 47 کروړه 79لكه او د سي پېك ترسېوري لاندې اېكسپرېس وے جوړولو له د 14 کروړ روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں