په سختو حالاتو کښې انساني ژوند بچ كولو له خپل ژوند په خطر کښې اچول زړورتيا ده ٬ په محب الله ټول قام وياړي٬ وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد۔4ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په سختو حالاتو کښې انساني ژوند بچ كولو له خپل ژوند په خطر کښې اچول زړورتيا ده، د خپل ژوند پروا نه ساتلو سره د سېلاب په چپه كښې د ګېر كسانو په بچ كوؤنكي اېكسكوېټر ډرائيور محب ټول قام وياړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د دې خيالاتو څرګندونه د بلوچستان په قلعه عبد الله سيمه كښې په سېلابي چپه كښې د ګېر شويو كسانو بچ كوؤنكي اېكسكوېټر ډرائيور محب الله سره خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم محب الله ته 25 لكه روپۍ انعام وركړو او دده ماشومانو لپاره يۍ د وېړيا زده كړو او نورو آسانيو اعلان هم وكړو۔ وزيراعظم محب الله ته وزيراعظم هاؤس ته په راتللو هركلے ووے۔ وزيراعظم د ده د بشري ځانونو د بچ كولو جذبه وستائله۔ په ملاقات كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان ٬ د انفارمېشن ټېكنالوجي وزير مملكت شزه فاطمه خواجه ٬ د وزيراعظم د يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ٬ د وزيراعظم د ماحولياتي بدلون كوآرډينېټر رومینه خورشید عالم او اړوند چاروكي موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل زما په شمول ټول قام په تا وياړي۔ انسانيت سره ستا د مينې د جذبې قدر كوم۔ وزیراعظم ووئيل ته د قام اتل يې٬ همت سره دې قيمتي بشري ځانونه بچ كړل۔ په داسې سختو حالاتو كښې خپل ژوند خطر سره اچول او انساني ځانونه بچ كول د زړورتيا او مړانې كار دے۔ وزيراعظم د محب الله د زړورتيا اعتراف كښې ده ته د حكومت لخوا 25 لكه روپۍ انعام وركړو۔ وزيراعظم د محب الله ماشومانو لپاره تر پوهنتون كچې د وېړيا زده كړو او دده كورنۍ له د روغتيا وېړيا آسانيو اعلان هم وكړو۔ په دې موقعه محب الله وزيراعظم سره خبرو كښې ووئيل تاسو سره ملاقات ما لپاره د لويې درناوي خبره ده۔ ده ووئيل د خلكو د ځانونو بچ كولو په وخت ما كله دا سوچ كړے نه وو چې دا خبره په ګرد هېواد كښې دومره خپره شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم او د حكومت مننه كوم چې هغه زما د دغې ګام ستائنه وكړه او ماته يۍ خپل قيمتي وخت راكړو۔ ده زياته كړه چې په دې درناوي او ډاډګيرنه زه د وزيراعظم مننه كوم۔

مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں