د پلاننګ كمېسيون پرمختيائي منصوبو لپاره 7 اربه 34 كروړه روپۍ جاري كړې شوې

image

اسلام آباد۔17جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د پلاننګ كمېسيون پرمختيائي منصوبو لپاره تر دې دمه د 7 اربه 34 کروړه 50 لکه روپو فنډز جاري كړے په كومو كښې چې 89 کروړه 62 لکه روپۍ مصرف كړې شوي ۔ د پلاننګ كمېشن شمېرو له مخې حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي كارونو له يو كھرب 24 اربه 89 کروړه څخه زياتې روپۍ بېلې كړي په كومو كښې چې 7 اربه 34 کروړه 50 لاکه روپۍ جاري او 89 کروړه 62 لكه مصرف كړے شوي دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں