اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي محتسب لخوا د هائر اېجوكېشن كمېشن د سندونو د تصديق كولو احكامات په ځاے ساتلو سره د طالب علمې د سندونو تصديق نه په سرغړونه د خشم څرګندنه كړې ده ۔ صدر مملکت امر وكړٶ چې په اوو ورځو كښې دننه د طالب علمې وخت ضائع كوٶنكو په ضد انكوائرۍ پېل كړئ ۔ سوېرا آفريدي (شكايت كونكې) د بي اے او د ډي اېم سي سند تصديق كولو لپاره اېچ اي سي له درخواست وركړے ٶ چې ورته ووئيل شول ستاسو د سند سېشن كال 2020 ٶ لهذا د دې تصديق نشي كېدے ٬ ځكه چې اېچ اي سي دوه كلن د بي اے او بي اېس سي روايتي طريقه كار پرله پسې ختم كړے ٬ دغسې د تعليمي كال 2019 نه پس طالب علمې ته د بي اے او بي اېس كښې د داخلې اجازه نه وه كومه چې پیښور پوهنتون وركړې و0ه ۔ په دې شكايت كونكې وفاقي محتسب ته مراجع كړې وه چا چې د دوي په حق كښې احكامات جاري كړي وو ٬ د دغې نه پس اېچ اي سي په وفاقي محتسب كښې د نظر ثانۍ درخواست كړے ؤ كوم چې مسترد كړے شو او د دغې نه وروستو اېچ اي سي صدر مملکت ته د متحسب احكامات په ضد درخواست وكړو٬ صدر مملکت د كېس ذاتي اورېدنه وكړه او د اېچ اي سي نمائندګي ئې مسترد كړه۔ د شكايت كونكې سېشن 20-2019 ٶ او په دې كښې د هغې هېڅ قصور نه ؤ پكار ده چې دې ته د پوهنتون د غلطۍ سزا ورنه كرې شي ځكه چې پوهنتون دې طالب علمې ته د رجسټرېشن اجازه وركولو سره د اېچ اي سي د پالسۍ خلاف ورزي كړې وه۔ ده ووئيل وفاقي محتسب په ځاے مشاهده كړې چې د يو رېګولېټر په توګه د اېچ اي سي ذمه واري ده چې ھغه د دې مشاهده وكړي چې د دوي په پرېكړو پوهنتونه عملدرآمد كوي يا نا٬ كومه چې د اېچ اي سي لخوا خپلو قانوني ذمه وارو كښې د ناكامۍ مترداف ده۔ صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي محتسب لخوا د اېچ اي سي د سندونو د تصديق احكامات برقرار ساتلو او د طالب علمې د سندونو د تصديق نه په سرغړونه د خشم خرګندونه كولو سره امر وكړٶ چې په اووه ورځو كښې دننه د طالب علمې وخت ضائع كوٶنكو په ضد انكوائرۍ پېل كړئ ٬ دغسې صدر مملكت د اېچ اي سي لخوا د وفاقي محتسب پرېكړې په ضد دائر كړے شوے درخواست مسترد كړو